شنبههای ارغواني غورځنګ: طالبان او داعش ډله د ګډ فکر په لرلو سره هزاره وګړي ځپي او وژني یې
شنبههای ارغواني غورځنګ وایي، د طالبانو او داعش ډله د ګډ فکر په لرلو سره په هدفي توګه افغانستان کې هزاره وګړي ځپي او وژني یې. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دایکنډي ولایت کې د داعش ډلې لهخوا د هزاره وګړو او شیعه مذهبو وژنه غندلې.
دغه غورځنګ د هزاره او شیعه مذهبو د وژنې په برخه کې طالبان او داعش ډله سره په کړنه کې یوشان بللې او دواړه یې د یوې سیکې دوه مخونه یاد کړي.
د خبرپاڼې له مخې، طالبان په سیسټماټیکه توګه هزاره وګړي ځپي او د هغوی مذهبي او انساني حقونه تروړي او داعش ډله بیا دغه ډول هدفي، ډلهییزې وژنې کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا نه لومړنۍ پېښه وه او نه به هم وروستۍ پېښه وي.
د خبرپاڼې په ټکو، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان خلک د دغو جنایتونو شاهدان دي.
دوی طالبان د افغانستان د قومونو ترمنځ د «نفاق» په رامنځته کولو تورن کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګري ملتونه دې سمدسي په دې اړه خپلواکه څېړنه پیل کړي.
دغه غورځنګ وړاندې وایي، چې د دغه ډول جنایتونو مخه باید ژر تر ژره ونیول شي.
دوی دا رانګه د جرمونو له نړۍوالې محکمې غوښتي، چې د هزاره او شیعه مذهبو پر وړاندې دې د طالبانو او داعش ډلې جنایت د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې په توګه تر قانوني څار لاندې راولي او د دغو پېښو عاملین دې محکمې ته راکاږي.
دوی وایي، د اسلامي همکاریو سازمان دې د اسلامي هېوادونو د استازي په توګه په افغانستان کې د شیعه مذهبو او هزاره وګړو د ځپنې مخه ونیسي او په ډیپلوماټیکو کړنو سره دې پر طالبانو او داعش ډلې فشار راوړي.
دوی د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو هم غوښتي، چې دغه جنایت دې په علني ډول محکوم کړي.
دوی له دغو بنسټونو غوښتنه کړې، چې په غور او دایکنډي ولایت کې دې قربانیانو لپاره د مرستې او ملاتړ ځیني پروګرامونه جوړ کړي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د طالبانو حکومت دوام به په افغانستان کې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت لا کړکېچن کړي.
دوی د افغانستان د خلکو له ملاتړو غوښتي، چې د یوه مشروع، ډیموکراټیک او ټولګډونه حکومت په جوړېدو کې دې مرسته وکړي.