سراج الحق: که افغانستان سره د خبرو له لارې سوله راتلای شي، نو حکومت دې عملي ګامونه واخلي

۴ ورځې مخکې

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق وایي، که له افغانستان سره د خبرو اترو په پایله کې سوله راتلای شي؛ نو صوبایي او مرکزي حکومت دې په دې برخه کې کوټلي او عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي په اېکس پاڼه له افغانستان سره د مذاکراتو په اړه د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور او مرکزي حکومت وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره ویلي، مرکزي او صوبايي حکومتونه دې ترینګلتیاوو جوړولو او په یو بل د کړکېچن وضعیت د تورونو لګولو پر ځای په دې برخه کې کوټلي او عملي ګامونه واخلي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې ټیک دوه ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور په زیږه ژبه د پاکستان حکومت ته وویل:« که دا ستاسو پالیسي ده؛ نو خپلې پالیسۍ له ځانه سره وساتئ، زما له صوبې وینې تویېږي زه به خامخا افغانستان ته د مذاکراتو لپاره پلاوی واستوم.»
له هغه وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د ګنډاپور د څرګندونو په غبرګون کې وویل، هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقیمې خبرې نه شي کولی او په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې زهرجنې دي.
له بله پلوه تېره ورځ د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري هم په یوې ناسته کې ویلي، چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور بايد افغانستان ته لاړ شي؛ خو افغانستان بايد ګنډاپور هملته له ځانه سره وساتي.
خو نوموړي په دې اړه نور څه نه و ویلي.

نور خبرونه

رادیو