پوتین: اوکراین به د اوږده واټن وسلو په کارولو سره ناټو له روسیې سره په جګړه کې ښکېله کړي

۵ ورځې مخکې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، که لویدیځ هېوادونه اوکراین ته اجازه ورکړي چې په روسیه کې دننه د اوږده واټن وسلې وکاروي؛ نو په دې کار سره به ناټو له روسیې سره په جګړه کې ښکېله کړي.

د هغه په وینا، دغه کړنه به د جګړې ماهیت پام وړ بدل کړي.
پوتين د پنجشنبې په ورځ د روسيې دولتي ټلويزيون ته وويل، دا به په دې معنا وي چې د ناټو هېوادونه (امريکا او اروپايي هېوادونه) له روسيې سره په جګړه کې ښکېل دي.
هغه خبرداری ورکړی:« که داسې وي؛ نو موږ به د هغو ګواښونو په اړه چې زموږ پر وړاندې رامنځته شي مناسبې پرېکړې وکړو.»
له بل پلوه د جمعې په ورځ، په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ورته پیغام ورکړ.
واسیلي نیبنزیا وویل، که لویدیځ هېوادونه اوکراین ته اجازه ورکړي چې په روسیه کې د اوږد واټنه وسلو بریدونه وکړي؛ نو د ناټو غړي هېوادونه به «له روسیې سره په مستقیمه توکه جګړه کې ښکېل شي».
ورته مهال د بریتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټارمر د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن سره د اوکراین د جګړې په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته رسېدلی.
سټارمر امریکا ته د تلو پر مهال خبریالانو ته وویل:« روسیې دغه شخړه پیل کړه. روسیې په ناقانونه توګه پر اوکراین یرغل وکړ. روسیه کولای شي دغه شخړه سمدستي پای ته ورسوي.»
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي بیا په وار، وار غوښتنه کړې، چې د لویدیځ له‌خوا چمتو شوي د اوږد واټن وېشتونکو وسلو محدودیتونه دې لرې کړل شي.

نور خبرونه

رادیو