د روغتیا نړۍوال سازمان: غزه کې د پولیو واکسین کمپاین لومړی پړاو په بریالیتوب پایته ورسېد

۵ ورځې مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر په غزه کې د پولیو د واکسین کمپاین د لومړي پړاو د بریالیتوب ستاینه وکړه.
هغه په اېکس پاڼه کاږلي، په دغه پړاو کې له ۵۶۰ زرو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي وڅڅول شول.

هغه لیکلي، د پولیو د واکسین دغه کمپاین لومړی د غزې په مرکزي سیمو، بیا په سوېل او په پای کې د سیمې شمالي برخو کې پلی شو.
هغه ویلي، د دغه کمپاین دویم پړاو به شاوخوا په راتلونکو څلورو اونیو کې پیل شي.
هغه زیاته کړې:« موږ د ټولو روغتیایي ډلو ستاینه کوو، چې دغه پېچلی کمپاین یې ترسره کړ.»
هغه وایي، همدارنګه د کورنیو څخه مننه کوي چې خپل ماشومانو یې د پولیو په وړاندې واکسین کړي دي.

نور خبرونه

رادیو