ټول پوښتنه: د نتانیاهو ګوند د اکټوبر د ۷مې له برید وروسته د محبوبیت په لوړه کچه کې دی

۵ ورځې مخکې

د اسراییل "معاریو" چپ اړخې ورځپاڼې د نظر پوښتنې له مخې، د اسراییل د لومړي وزیر بنيامين نتنياهو ګوند، ليکود، به د ټاکنو د ترسره کیدو په صورت کې په پارلمان کې تر ټولو لوی ګوند وي.

دا به د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس له برید راهیسې، د نتانیاهو د ګوند د محبوبیت تر ټولو لوړه کچه وي.

د معاریو ورځپاڼې له خوا د جمعې په ورځ ( د وږي ۲۳مه) د خپرې شوې ټول پوښتنې پایلې ښیي، که ټاکنې ترسره شي د لیکوډ ګوند کولای شي په پارلمان کې ۲۴ څوکۍ ترلاسه.
په عین حال کې، لیکود ګوند اوس مهال په کنسټ (اسراییلو پارلمان) کې ۳۲ څوکۍ لري.
د همدې ورځپاڼې سروې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې کې د اکتوبر له اوومې نېټې بریدونو لږ وروسته د تلې ۱۵مه څرګنده کړې وه چې ۸۰ سلنه اسراییلیان په دې باور دي چې نتانیاهو باید د هغو ناکامیو مسوولیت ومني چې د حماس د حملې لامل شوي.
رویټرز خبري اژانس د معاریو له قوله راپور ورکړی چې دا پایلې ښیې چې د بني ګانتس په مشرۍ د ملي یووالي ګوند چې یو معتدل ګوند دی، د ټاکنو په صورت کې به په کنسټ کې ۲۱ څوکۍ وګټي.

سروې دا هم ښیي چې د نتانیاهو د ښي اړخه ایتلاف چې له ملتپالو، مذهبي او ارتودوکس ګوندونو څخه جوړ دی، د ټاکنو په صورت کې، د اسراییل د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو، ۵۳ څوکۍ ګټلی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نتانیاهو اپوزیسیون کولای شي ۵۸ څوکۍ وګټي.
د رویټرز په وینا، د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې نتانیاهو د حماس د بریدونو په وخت کې د امنیت په برخه کې د ناکامۍ له امله د خلکو له غصې سربیره، د تېر کال راهیسې خپل دریځ پیاوړی کړی دی.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، په منظمه توګه ټول پوښتنو ښودلې، چې د ټاکنو د کیدو به صورت کې د لیکود ګوند به ونه شي کولی په پارلمان کې له ۱۶ څخه تر ۱۸ پورې څوکۍ وګټي.
نوې سروې ښيي چې د لومړي وزیر په توګه د نتانیاهو شخصي دریځ ښه شوی دی.

د اسراییل راتلونکي پارلماني ټاکنې به په ۲۰۲۶ میلادي کال کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو