سویډن هغو کډوالو ته ۳۴ زره ډالره منلي، چې غواړي خپلو هېوادونو ته ستانه شي
د سویډن ښي اړخي حکومت ویلي، دغه هېواد به هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي، د هغوی د هڅونې لپاره به ۳۴ زره ډالر مرسته کوي.
چارواکو ویلي، چې دغه نوې تګلاره په ۲۰۲۶ کال کې پلې کېږي.
د فرانسې خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د وږی په ۲۲مه) د سویډن د کډوالو د چارو وزیر جان فورسېل له قوله لیکلي:« هغه کډوال چې سر له ۲۰۲۶ کال څخه په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستنېږي؛ نو ۳۵۰ زره سویډني کرونه (۳۴ زره) ډالره ورکول کېږي.»
ښاغلي فورسېل ویلي، چې هېواد یې «د کډوالو په تړاو سیاست کې د یو بنسټیز بدلون په درشل» کې دی.
سویډني چارواکي وايي، چې د هڅونې د پیسو په زیاتولو سره به ډېر کډوال له دغه فرصته ګټه پورته کړي.
دمګړۍ په سویډن کې د پاخه عمر کسان چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستنېږي ۱۰ زره سویډني کرونه چې (له ۵۰۰ ډالرو کمې پیسې) کېږي تر لاسه کړي.
خو د اوسنۍ تګلارې له مخې، هره کورنۍ د ستنېدو په بدل کې ۴۰ زره کرونه (څه نا څه څور زره ډالر) تر لاسه کولای شي.
د اروپا په شمال کې دغه سکانډیناوي هېواد په تېرو څو کالو کې د افغانستان، عراق، سوریې او افریقايي هېوادونو د کډوالو کوربه و.