په مازندران کې د خامنه اي استازی: ډېر ژر به د اسراییل د له منځه وړلو توپان ترسره کړو

۵ ورځې مخکې

په مازندران کې د خامنه اي استازي محمد باقر محمدي لاییني د جمعې په ورځ وویل: "ډیر ژر به د اسراییل د له منځه وړلو توپان ترسره کړو.»

هغه زیاته کړه: «د نړۍ ټول مسلمانان باید سره متحد شي او په داسې وخت کې باید د غزې له خلکو تر څنګ ودریږو.»

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه (د جولای په ۳۱مه) په تهران کې د اسراییل په یو پیچیلي برید کې ووژل شو. د برید د څرنګوالي په اړه بیلابیل رپوټونه خپاره شوي و او اسراییل په رسمي توګه د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې اسراییل د اسماعیل هنیه د وژنې مسوول بللی و.
ایراني چارواکو په کراتو ویلي، چې د دغه برید غچ به اخلي خو تر اوسه یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو