د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه تر ټولو بد هېواد دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل پر نشراتو د طالبانو له خوا د پرازیت د خپرولو په غبرګون ویلي، چې افغانستان د سیمې په کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی.
دغه وزارت ویلي، چې له طالبانو مخکې افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې د سیمې په کچه مثال و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ افغانستان چې په تېرو وختونو کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې ستایل کېده، اوسمهال د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره په ډیر محدود کاري ځای بدل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ افغانستان چې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې د سیمې په کچه تر ټولو ښه مخینه درلود او اوس په تر ټولو بد هیواد بدل شوی دی، چې دا لوی زیان دی.
د دغه وزارت په خبره، افغانان د شاتګ له امله ډېر زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو ورځو کې د پراخ پرازیت په خپرولو سره هڅه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل خپرونې ګډوډې کړي.
د افغانستان انټرنشنل شبکې د طالبانو له دغه خپور شوي پرازیت سره د مقابلې لپاره خپل نشرات په ۱۱۹۳۸ فریکونسي پیل کړی دی.
د طالبانو دا اقدام د رسنیو د ملاتړو ادارو له غبرګون سره مخ شوی دی او د افغانستان انټرنشنل د نشراتو د محدودولو هڅې یې غندلي دي.