د یوناما دفتر په دایکنډي کې د شیعه وګړو وژنه غندلې ده

د یوناما دفتر د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د پېښې په اړه له طالبانو د څېړنې او حساب ورکونې غوښتنه کړې ده.

د پنجشنبې په ماښام د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ د قرودال په کلي کې پر هزاره ولسي وګړو د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
له دې برید څو ساعته وروسته داعش په یوه اعلامیه کې د دغې برید مسوولیت پر غاړه واخیسته او ادعا یې وکړه، چې په دغه برید کې ۱۵ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. د داعش د خراسان څانګې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغې ډلې د برید هدف شیعه ګان وو او پر ملکي وګړو یې ډزې کړي.
پر هزاره ولسي وګړو دغه مرګوني برید د بشري حقونو د سازمانونو، د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو او ځینو هېوادونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ د دغه برید په غبرګون کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د داعش په نوم د خونړیو بریدونو څپې مخنیوي، او نړۍوال غبرګون ته اړتیا لري.