ملاهبت الله د جمهوریت له کارکوونکو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي

د طالبانو مشر ملاهبت الله د جمهوریت له کارکوونکو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي؛ ځکه د هغه په ټکو د خپل کور عزت په بل ځای کې نه شته.

دغه څرګندونې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.

ذبیح الله مجاهد په دغې خبرپاڼه کې شمالي، شمال ختیځو، لوېدیځ او شمال لوېدیځو ولایتونو ته د ملاهبت الله د سفرونو لړۍ د پایته رسېدو خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سفرونو دغه لړۍ (د وږي په ۷مه) نېټه پیل او د همدې میاشتې په (۲۱مه نېټه) پای ته ورسېده.
د خبرپاڼې له مخې د دغو سفرونو په لړ کې ملاهبت الله یوولسو ولایتونو ته تللی دی، چې په دغو یوولسو ولایتونو کې د هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته یې سفرونه کړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نوموړي د دغه سفرونو په لړ کې له دیني عالمانو، ځایي چارواکو او سپین ږېرو سره کتلي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې نوموړي په دغه لیدنو کې ټول یووالي او د شرعي قوانینو پلې کولو ته بللي دي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه د خپلې ډلې کسانو ته ویلي:« د هغو خلکو پوښتنه وکړئ، چې تاسو ته یې د شپې تېرولو لپاره ځای درکړی و او ستاسو د خوندیتوب لپاره یې پر ځان او کورنۍ ګواښونه منلي و او ډېری کورنۍ له همدې امله د بمباریو او شپنیو چاپو له امله قرباني شوې.»