روسیې په مسکو کې د بریتانیا د سفارت شپږ ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور وشړل
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې د جمعې په ورځ ویلي، چې د بریتانیا سفارت د شپږو ډیپلوماټانو باورلیکونه یې د «جاسوسۍ » له امله لغوه کړي او هغوی یې له دغه هېواده شړلي دي.
دغې ادارې ویلي، چې د دغو بریتانوي ډیپلوماتانو فعالیت د روسیې د امنیت فډراسیون ګواښلی دی.
دغې ادارې د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) ویلي، داسې سندونه په لاس کې لري چې له مخې یې دغو ډیپلوماټانو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا برخې سره په همغږۍ د «سیاسي او پوځي وضعیت» د خرابولو په لټه کې دي؛ ترڅو د اوکراین په جګړه کې د روسیې له سټراتیژیکې ماتې څخه ځان ډاډمن کړي.
د روسیې د فدرالي امنیت یوه چارواکي د روسیې ۲۴ ټلویزیون ته وویل، چې بریتانویانو د روسیې دننه د اطلاعاتي فعالیتونو د بندولو په اړه د دوی خبرداری ونه مانه او روسیې هم پرېکړه وکړه، چې په لومړني ګام کې به دغه شپږ ډیپلوماټان وشړي.
د روسیې فدرالي امنیت ادارې له نورو بریتانوي ډیپلوماټانو غوښتي، چې د ورته کړنو پر دوام دې ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي.
د دغو شپږو بریتانوي ډیپلوماټانو اېستنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې دغو دوو هېوادونو تېره میاشت ځیني سیاسي بندیان هم تبادله کړل.