د ناټو عمومي منشي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان وضعیت ' وحشتناک' وباله
د ناټو سرمنشي د سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي، په تېرو درېیو کالو کې چې ناټو او ټلواله یې له افغانستانه وتلې، دغه هېواد یو « وحشتناک حالت» ته تللی دی.
ینس سټولټنبرګ وايي، چې په افغانستان کې د هغوی موخه د یو مثبت بدلون لپاره «خیالي موخه» وه.
د ناټو عمومي منشي په دغې مرکه کې چې یوه برخه یې د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۲۱مه) خپره شوه وویل:« موږ هڅه وکړه هغه څه ته ورسېږو، چې پوره مو نه کړه. هڅه مو وکړه، چې د ښځو او نارینهو لپاره د برابرو حقونو یو ډیموکراټیک او خپلواک افغانستان جوړ کړو.»
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د بدلون راوستو لپاره بشپړ هوډ او ډېرو سرچېنو ته اړتیا وه چې زموږ په لاس کې نه وې.
ینس سټولټنبرګ وايي، چې په افغانستان کې د شل کلن حضور له امله ناټو، امریکا او ټلوالې ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
په ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو له وتو سره سم افغان دولت ړنګ شو.