اسټرالیا د افغانستان په جنګي جنایتونو کې د خپلو ښکېلو پوځي افسرانو مډالونه بېرته اخلي
د اسټرالیا دفاع وزارت وايي، له خپلو هغو لوړپوړو پوځي افسرانو مډالونه بېرته اخلي، چې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي. دغه وزارت ویلي، چې په دې اړه څېړنې پای ته رسېدلې او ددې هېواد پوځ د ۳۹ افغانانو په بې قانونه وژنو کې لاس درلود.
د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلز نن د دې هېواد په پارلمان کې وویل، چې د دې وزارت د څېړنو پایلې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش جنرال پل بریټون د ۲۰۲۰ کال د څېړنو له موندنو سره سمون لري.
ښاغلي برېټون په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ له خوا د جنګي جنایتونو د تورونو له څلور کلنو څېړنو وروسته په ۲۰۲۰ کال کې ویلي و، چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د ۳۹ افغان ملکیانو او بندیانو د وژل کېدو په اړه په کافي اندازه شواهد شته.
د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو عمومي مفتش په خپلو څېړنو کې همداراز په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د ناوړه چلند دوه قضیې هم مستند کړې وې.
د اسټرالیا دفاع وزیر د هغو افسرانو شمېر او جزیات چې ټاکل شوې مډالونه ترې واخیستل، مشخص کړي نه دي.
خو الجزیرې بیا د اسټرالیا د سیمه ییزو رسنیو له قوله د دې افرانو شمېر له لسو کم ښودلي دي.
ریچارډ مارلز په افغانستان کې دغه جنګي جنایتونه چې لږ شمېر اسټرالیایي سرتیرو کړي «ملي شرم» بللی دی.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې ټولټال ۲۶ زره اسټرالیايي سرتېرو خدمت کړی دی.
په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ د جنګي جنایتونو په اړه د اسټرالیا د دفاع وزارت د عمومي مفتش په راپور کې د افرادو د حساب ورکولو ترڅنګ د جرمانې د ورکولو وړاندیز هم شوی و.
د اسټرالیا حکومت د دې هېواد دفاع وزارت ته د جرمانې د ورکولو د پلان جوړولو امر کړی و او د روان کال له جولای میاشتې څخه لازم الاجرا شوی دی.