د طالبانو ویاند په ایران کې له افغان کډوالو وغوښتل، چې افغانستان ته راستانه شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې ایرانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې له افغان کډوالو غوښتنه وکړه، چې افغانستان ته دې ستانه شي.
هغه دا رنګه له ایراني حکومته هم وغوشتل، چې د افغان کډوالو حقونو ته دې پاملرنه وکړي او د نوموړي په وینا، «زور زیاتې ښې پایلې نه لري.»


په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني له افغان کډوالو غوښتي و، چې «خپل هېواد ته دې ستانه شي او د خپل هېواد په ابادولو کې دې ونډه واخلي.»
مومني په یوې ټلویزیوني خپرونه کې ویلي و:« ایران د دومره زیاتې کډوالۍ وس نه لري.»
مجاهد دغو څرګندونو ته د سې شنبې په ورځ د ایران د سازنده‌ګۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې «له زوره کار اخیستنه ښې پایلې نه لري.»
د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ایران او باکستان ته کډه شول.

په تېرو درېیو کالو کې دغو دواړو هېوادونو ګڼ شمېر کدوال له خپلو هېوادونو په زوره واېستل.

د ایران نوي حکومت پتېیلې، چې پوله وتړي او افغان کډوال وباسي.

د لویدیځوالو رخه او کینه

مجاهد په دغې مرکه کې د طالبانو د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو په اړه د هغو هېوادونو یادونه وکړه، چې افغانستان یې اشغال کړی و.

هغه وايي، دوی له موږ سره کینه پالي او له هغوی سره د اړیکو ټینګول وخت ته اړتیا لري.
نوموړي د مېرمنو د تعلیم په اړه وویل، چې دیني متنونه بیا کتنې ته اړتیا لري او د نجونو د زده‌کړو ځای او د هغوی د لېږد رالېږد مسله تر بحث او څېړنې لاندې ده.
مجاهد د ایران د حقابې په اړه وویل، چې طالبان د دغې حقابې مراعتولو ته ژمن دي؛ خو د وچکالۍ پر مهال ایران هم باید شرایط په پام کې ونیسي.

هغه وویل، سږنی کال د بارانونو د ورېدو له امله د ایران حقابه په بشپړ ډول ورکړل شوې ده.
تر دې وړاندې د ایران د پارلمان یو غړي فداحسین مالکي ویلي و، چې طالبان د سېلابي اوبو او حقابې تر منځ تېروتنه کوي.


د ګوندونو زیاتوالی د کړکېچونو زېږنده دی

مجاهد د پراخ بنسټه حکومت په اړه وویل:«اسلامي امارت یو پراخ بنسټه حکومت دی.»
د هغه په وینا، په حکومت کې د ګوندونو ګډون د پخوانیو کړکېچونو لامل و او دا چاره نوره ناشونې ده.
په داسې حال کې چې لویدیځوال د بشري حقونو په مراعتوو ټینګار کوي، روسیې او ایران له طالبانو غوښتي چې له پښتنو پرته نورو قومونو ته دې هم په حکومت کې ونډه ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې وايي، د نورو قومونو استازي هم د دوی په حکومت کې ونډه لري.

د داعش ګواښونه

مجاهد وايي، چې داعش په افغانستان کې منظم مرکز نه لري او نه شي کولای خپلو لیکو ته کسان جذب کړي.

هغه د امنیت شورا هغه ادعا رد کړه، چې القاعده او داعش په افغانستان کې فعالیتونه کوي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په دې وروستیو کې ویلي و، چې اقاعده په افغانستان کې خپلې نوې اډې جوړوي او طالبان له هغوی سره د کورونو، وسلو، مېرمنو او مالي ملاتړ په برخو کې مرسته کوي.

نور خبرونه

رادیو