په النصیرات کمپ کې د اسراییل په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي

د فلسطین د ملکي دفاع وزارت وايي، د غزې تړانګې په مرکز النصیرات کمپ کې د اسرایبل په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د فلسطین د ملکي دفاع یوه ویاند ویلي دي، چې د غزې تړانګې په مرکز النصیرات کمپ کې په وژل شویو کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) دوه کارکوونکي هم شامل دي.
الجزیرې راپور ورکړی، چې اسراییلي الوتکو د الجوني په نوم د داخلي بې ځایه شویو لپاره هغه ښوونځې په نښه کړ چې د UNRWA له خوا پر مخ وړل کیږي.
د ملکي دفاع وزارت ویلي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان شوي، چې د ځینو حالت نازک دی.
د دوی ټیمونه لا هم د جسدونو اېستلو کې مصروفه دي.
غزه کې د اسراییل په جګړه کې تر دې مهاله ۴۱ زره او ۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ۹۵ زره او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.