‏ په غزني او سمنګان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکو پېښو کې درې تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

‏ په غزني او سمنګان ولایتونو کې د دوو جلا ټرافیکو پېښو له امله درې تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. له دې ډلې په غزني ولایت کې په یوې ټرافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او ۷ تنه نور ټپیان دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وایي، چې دغه پېښه د غزني ښار په روضې کوتل سیمه کې د یو کرولا او فیلډر ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دغې پېښه کې په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.
هفه زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.
له بل پلوه بیا طالبانو د ایبک ـ مزار شریف پر لویه لاره هم له یوې ټرافیکي پېښې خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغې پېښه کې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان شوي دي.
وړمه ورځ د طالبانو د ټرافیکو ریاست کابل کې سیمه‌ییزو رسنیو ته ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د دغه ریاست په وینا، په دغو۱۲ سوه کسانو کې ۷۲۰ تنه یې نارینه، ۱۰۳ تنه یې ښځې او ۳۷۷ تنه یې ماشومان دي.