د طالبانو رییس الوزرا د ټاپي پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته ورسېد
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټاپي پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون لپاره د دغې ډلې د رییس الوزرا ملا حسن اخوند د سفر خبر ورکړ. طالبانو ویلي، چې په دې سفر کې به د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ په ځینو نورو پروژو لکه د تېلو او ګازو، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې هم کار پیل شي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې ملا حسن اخوند لومړی هرات ولایت او بیا وروسته د ترکمنستان سوېل لوېدیځ د ماري ښار سلیم چشمه ته لاړ.
په هغو انځورونو کې چې طالبانو خپاره کړي، په کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم لیدل کېږي.
طالبانو په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو تر دې وړاندې د یادې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټاپي پروژې د پرانېستې په موخه په هرات ولایت کې رخصتي اعلان کړې وه.
د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته کېږي او د سیمې په کچه له لویو پروژو څخه ګڼل کېږي.
د یادې پروژې بحث د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دورې ۱۹۹۴ کال ته ور ګرځي؛ خو لومړني اجرایي ګامونه یې د حامد کرزي د حکومت پرمهال واخیستل شول او د محمد اشرف غني د حکومت پر وخت یې کارونه چټک شول.
دغه پروژه په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو وزارت په چارو کې د دولت پخواني وزیر په رسمي توګه پرانېستله.
په هغه وخت کې هم طالبانو د یوې بیانیې په خپرولو سره د دې پروژې ملاتړ کړی و او ویلي یې و، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې یې امنیت نیسي.
د ټاپي پروژه د ترکمنستان له لوېدیځ څخه پیلېږي او د افغانستان له کندهار او هرات څخه په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته په رسېدو سره بالاخره د هند لوېدیځ ته غځول کېږي.
د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، چې افغانستان به د دغې نل لیکې په تېرېدو سره په کال کې ۴۰۰ مېلیون ډالره ګټه ترلاسه کړي.