افغانستان د امریکا په مناظره کې؛ کمالا هرېس طالبان «ترهګر» وبلل
په دغې مناظره کې د ډیموکراټانو نوماندې کماله هرېس وویل، چې ټرمپ د افغانستان حکومت څنډې ته کړ او نېغ په نېغه یې « د طالبانو په نوم له یو ترهګریز سازمان سره خبرې پیل کړې.»
ټرمپ په ځواب کې وویل، له طالبانو سره مې مذاکره وکړه ځکه چې امریکایان یې وژل.
دغه مناظره تېره شپه د امریکا په ځایي وخت د شپې په نهو بجو په واشنګټن کې ترسره شوه.
په دغې مناظره کې د امریکا د کورنیو مسلو ترڅنګ د اوکراین او روسیې، د اسراییل او حماس او د افغانستان په اړه هم خبرې وشوې.
اغلې هرېس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه له افغانستانه د وتنې مسووله ده، وویل:« زه له افغانستانه د وتنې په اړه د بایډن هوکړې سره موافقه وم.»
اغلې هرېس له افغانستانه د وتنې د خبرو پر دوام وویل: څلورو ولسمشرانو وویل چې دغه کار به وکړي او جوبایډن هم دغه کار وکړ. په پایله کې یې امریکایي مالیه ورکوونکو چې د ورځې ۳۰۰مېلیون ډالره دغې جګړې لپاره ورکول، نور یې نه ورکول.
په همدې حال کې کماله هرېس د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال له طالبانو سره د دوحې تړون کمزوری او وحشتناک یاد کړ.
اغلې هرېس وویل: ټرمپ ځانته معامله ګر وایي؛ خو ان د هغه سلاکارانو ویلي، چې دغه هوکړه کمزورې او وحشتناکه وه.
هغې په خپل سیال کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل:« ټرمپ ان له طالبانو سره مذاکره وکړه او هغوی یې د ډیوېډ کمپ ته چې د امریکا د ډیموکراسۍ نښه ده، وروبلل.»
د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې
خو ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره یې له مذاکرې دفاع وکړه. هغه وویل، د طالبانو سره له تړون وروسته په ۱۸میاشتو کې هیڅ یو امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.
هغه زیاته کړه:« عبدالغني برادر ته مې وویل، چې نور زموږ سرتېري ونه وژني چې بیا درته سرخوږی جوړېږي چې له هغې وروسته د ۱۸ میاشتو په موده کې یې زموږ سرتېري ونه وژل.»
د دوحې تړون په ۲۰۲۰کال کې کله چې ټرمپ د امریکا ولسمشر و، لاسلیک شو.
ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه، چې د بایډن حکومت د دغه تړون ګټې پلې نه کړې.
ټرمپ د هغه بیان پر دوام چې بایډن پرې نه ښود چې د دوحې د تړون ګټې پلې شي؛ زیاته کړه:« تړون مشروط او پړاو، په پړاو و، چې رعایت نه شو.»
هغه په افغانستان کې د امریکایي وسلو پرېښودو ته په اشارې سره د جوبايډن د حکومت په موده کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتنې څرنګوالی «د شرم وړ» ګڼلی دی.
ښاغلي ټرمپ په هغو ځرګندونو کې چې انګېرل کېږي د لومړي ځل لپاره یې کړې، وایي:« د دوحې تړون زموږ لهخوا لغوه شوی و، ځکه چې طالبانو پرې عمل نه و کړی.»