د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په نړۍ کې هر کال زرګونه کسان ځانونه وژني

د روغتیا د نړۍوال سازمان عمومي مشر د سې شنبې په ورځ وویل، چې هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې له ۷۰۰زره څخه ډېر خلک ځان وژنه کوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د نجونو د ځان وژنې د زیاتوالي په اړه هم خبرداری ورکړی و.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي منشي ټېډروس اډهانوم د سې شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې د ځان وژنې د مخنیوي سپارښتنې کړې دي.
په همدې حال کې د سې شنبې په ورځ د ځان وژنې د مخنیوي د نړۍالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان د سویل ختیځې اسیا د سیمې شمېرې خپرې کړې، چې ښيي په دغه سیمه کې هر کال تر ۲۰۰ زرو زیات د ځان وژنې پېښې ثبتې شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ځان وژنې د مخنیوي نړۍوالې ټولنې سره په همکارۍ ویلي، چې دا د ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ "د ځان وژنې په اړه د داستان بدلون" "خبرې وکړئ" تر بحث لاندې دی.
د دې خبرو موخه د ځان وژنې مخنیوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، ځان وژنه اوس هم د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه دی او د عمر او جنسیت په بېلابېلو خلکو کې لیدل کېږي.
په افغانستان کې د ځان وژنې کره شمېرې نه دي معلومې.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د افغانستان په سویل کې د پېغلو نجونو د ځان وژنې لوړ شمېر ټکان ورکوونکی وباله.
ښاغلي بېنېټ تېر کال د وري میاشتې په ورستیو کې په خپل راپور کې لیکلي:ځینې راپورونه ښیي چې ځان وژنه ۵۰ سلنه د پېغلو نجونو په منځ کې پېښېږي»
تر دې وړاندې سي اېن اېن خبري شبکې په افغانستان کې د ډاکټرانو په حواله راپور ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نجونو په منځ کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.
د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان نجونو او ښځو د ځان وژنې مشخصې شمېرې نه دي خپرې شوي.
تر دې مخکې ګارډین ورځپاڼې هم په افغانستان کې د طبي مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغو ښځو شمېر ډېر شوی چې ځان وژنه کوي او یا هم د ځان وژنې پلان لري.