د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن وايي، روسیې له ایرانه بالسټیک توغندي ترلاسه کړي دي
امریکا په رسمي توګه ایران تورن کړ، چې د اوکراین سره د جګړې لپاره یې روسیې ته د لنډ واټن وېشتونکي بالسټیک توغندي ورکړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ لندن ته د سفر پر مهال د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډېوېډ لامي سره د خبرو پر مهال وویل:« روسیې اوس دغه بالسټیک توغندي ترلاسه کړي او ښايي په څو اونیو کې به یې د اوکراین پر ضد وکاروي.»
ایران روسیې ته د اوکراین په جګړه کې د کارولو لپاره د وسلو د ورکولو خبره رد کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولۍ لهخوا په یوه تازه بیان کې ویل شوي:« ایران په جګړه کې ښکېلو خواوو ته د پوځي مرستو چمتو کول چې د بشري تلفاتو د زیاتوالي، د زېربناوو د ویجاړولو او د اوربند له خبرو اترو څخه د لېرې کېدو لامل ګرځي، غیر انساني ګڼي.»
بیان زیاته کړې:« په دې توګه، نه یوازې ایران په دې ډول کړنو کې له لاس وهنې ډډه کوي؛ بلکې پر نورو هېوادونو هم غږ کوي، چې په جګړه کې ښکېلو غاړو ته د وسلو ورکول بند کړي.»
له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډه کې دغه ادعاوې رد کړې.
هغه زیاته کړه، چې تهران د اوکراین په جګړه کې برخه نه لري.
فرانسې، جرمني او برېتانیا هم ویلي، چې له ایران سره د هوايي خدمتونو تړونونه لغوه کوي او ژمنه یې کړې چې د ایران پر هوايي حریم او پر هغو کسانو به چې د ایران د بالسټیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي او روسیې ته وسلې ورکوي بندیزونه ولګوي.