ملګري ملتونه وایي، وروستیو سېلابونو په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر کلي اغېزمن کړي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وویل، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ۲۴۵ کلي د بارانونو او سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.

اوچا زياته کړې، چې د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې د جولای په مياشت کې د سېلابونو له امله ٥٨ تنه مړه او ٣٨٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

اوچا د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې اورښتونو په بدخشان، بغلان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې شاوخوا دوه زره افغان کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د جولای له ۱۵مې تر ۱۶مې نېټې بارانونو او سېلابونو د بدخشان په ۲۹ کلیو کې شخصي ملکیتونه، ملکي زیربناوې، د برېښنا او روغتیايي اسانتیاوو او کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.

د دغه راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې د ټولو ولایتونو په منځ کې تر ټولو زیات زیان ننګرهار ولایت ته رسېدلی او د کډوالو په کمپ کې ۵۵۰ خیمې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

اوچا وايي، چې یوازې په مې میاشت کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله څه باندې ۱۱ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغه سازمان په باور، په افغانستان کې ځینې طبیعي پېښې د اقلیم له بدلون سره تړاو لري، خو د اوبو د مدیریت کمزوری سیستم، پخوانۍ روغتیايي زېربناوې او زړې ودانۍ د دې لامل شوي چې خلک له دې پېښو زیات زیانمن شي.

نور خبرونه

رادیو