د غزې په تړانګه کې د بېځایه شویو پر پنډغالي د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۰ډېر کسان وژل شوي
د غزې په تړانګه کې د بې څایه شویو فلسطینیانو پر یوه پنډغالي د اسراییل په برید کې له ۴۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.
د اسراييل د دغو بریدونو په ترڅ کې پر دغه پنډغالي د درنو بمونو په کارونې سره ځمکه ژوره شوې، چې له امله یې د ځینو جسدونه تري تم دي.
په همدې حال کې اسراييلي پوځ د ملګرو ملتونو هغه کارکوونکي چې شمالي غزې ته د پوليو د کمپاين لپاره روان وو نيولي او د کارکوونکو موټر يې د بلدوزرونو پر مټ زيانمن کړي دي.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې وروسته په غزه کې د اسراييلي پوځ لهخوا په شویو بریدونو کې زرګونو ماشومان وژل شوي دي.
د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ مال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر له ۴۰ زره ۹۷۲ تنو اوښتی او تر ۹۴ زره او ۷۶۱ زيات ټپيان شوي دي.
د اسراییل په بریدونو کې تر نیمايي زیات وژل شوي او ټپیان ماشومان او ښځې دي.