په ناروې کې د افغانستان سفارت: راتلونکې پنجشنبه په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کیږي
په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ، چې دغه سفارت به د سپټمبر په ۱۲مه وتړل شي. دغه سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کونسلي خدمتونو د باطل کېدو لپاره د طالبانو پرېکړې په دې سفارت کې حقوقي ستونزې رامنځته کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په برېتانیا کې د افغانستان سفارت هم اعلان وکړ، چې په لندن کې د افغانستان سفارت چارې د سپټمبر په ۲۷مه په رسمي توګه تړل کیږي.
په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د تړل کېدو پرېکړه تر هغه وروسته وشوه، چې طالبانو غوښتل په دې هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دغې ډلې ته وسپارل شي؛ خو افغان ډېپلوماتانو ورسره مخالفت وکړ.
د یادولو ده، چې طالبانو دوه میاشتې مخکې په یو شمېر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان ډېریو سیاسي استازولیو چارې بې اعتباره اعلان کړې دي.