د دوحې له تړونه د خلیلزاد دفاع: دغه تړون د افغانانو تر منځ د تاریخي خبرو اترو لامل شو

د دوحې پر تړون د جمهوري غوښتونکو د بریدونو په ترڅ کې، خلیلزاد ترې دفاع وکړه او پړه یې پر افغانانو واچوله. هغه د جمهوري غوښتونکو د یوه استازي د نیوکې په ځواب کې د غني د حکومت ګوښه کېدو په اړه وویل: «د دوحې تړون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تاریخي خبرو لامل شو.»

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک‌کال د یکشنبې په ورځ له سي بي اېس سره په مرکه کې د دوحې تړون د زلمي خلیلزاد تېروتنه وبلله او ویې ویل چې دغه تړون د پخواني افغان حکومت پر مورال منفي اغېزې وکړې.

مک‌کال وویل، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي «له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او افغان حکومت یې څنډې ته پرېښود.»

د امریکا د بهرنیو اړیکو کمیټه به په دې اړه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه یو راپور خپروي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د وتلو په دغه بهیر کې باید سیاسي ګټې ولټول شي.

خلیلزاد پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، د مک‌کال څرګندونې یو «ناسم تور» بللی او ویلي یې دي، چې د دوحې تړون د اشرف غني د حکومت او طالبانو ترمنځ «تاریخي خبرو اترو» ته زمینه برابره کړه.

هغه په یو ډول ومنله چې «له څو غونډو وروسته، د نوي حکومت د جوړولو لپاره مطلوبې پایلې ترلاسه نه شوې.»

د دوحې تړون په ۱۳۹۹ کال کې د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شو او دواړو لوریو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو هوکړه وکړه.

د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو پر مهال د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود.

وروسته د افغان حکومت یو پلاوی قطر ته ولاړ او له طالبانو سره یې خبرې اترې وکړې.

د دغه پلاوي ځینو غړو ویلي، چې طالبان په خپلو خبرو کې جدي نه دي.

د طالبانو ډلې د دوحې د خبرو اترو پر مهال او له هغه وروسته د افغان حکومت د مذاکره کوونکي لوري په توګه له رسمیت پېژندلو ډډه وکړه.

مک‌کال او نورو نیوکه کوونکو ویلي، چې امریکا د طالبانو او اشرف غني ترمنځ د هوکړې په نه شتون کې له افغانستانه پرته له کوم شرطه ووتله او د افغان حکومت پرځېدو ته یې لاره هواره کړه.

خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بین الافغاني خبرو له ناکامۍ وروسته امریکا کولی شوای، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د نه اېستلو پرېکړه وکړي.

خو د هغه په وينا، د امريکا مشرتابه په افغانستان کې د «نه ختمېدونکې جګړې» د دوام په اړه اندېښنه درلوده.

نوموړي د افغانستان پخواني مشران ګرم وبلل او ویې ویل، چې په واشنګټن کې داسې مایوسي خپره وه، چې دوی خپل هېواد ته لومړیتوب نه ورکوي او د حقیقي جوړجاړي په لټه کې نه دي.

د خلیلزاد په وینا، له سیاسي هوکړې د افغان مشرانو وتل د جګړې د دوام او د نورو امریکايي ځواکونو د قربانۍ لامل کېدل.