یو شمېر افغانانو په برلین کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه
یو شمېر افغانانو د المان د بهرنیو چارو وزارت پر وړاندې طالبانو ته په برلین کې د افغانستان د سفارت په سپارلو اعتراضيه غونډه وکړه. دوی په دې غونډه کې د المان له دولت څخه غوښتي، چې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژني.
د غونډې یوې ګډونوالې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیه وحدت له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د المان د حکومت له خوا طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل د یادې ډلې د رسمیت پېژندلو په معنا ده.
د نوموړې په وینا؛ یادې ډلې ته د افغانستان د سفارت سپارل د طالبانو د تقویت په معنا ده.
مېرمن وحدت زیاتوي: «که په برلین کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شي، نو د هغو خبریالانو، مدني فعالانو او نورو کسانو چې افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د المان حکومت انتقال کړي دي، له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.»
د ښځو د حقونو یاده فعاله د المان له حکومت څخه غواړي، چې د طالبانو پر ځای دې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.
نوموړې همداراز زیاتوي، چې نړۍوال باید جنسیتي توپير په رسمیت وپېژني.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرمني حکومت د دوو افغان ډیپلوماټیکو استازولیو د تړلو یا طالبانو ته د سپارلو لپاره فشارونه ډیر کړي دي.
طالبانو دوه میاشتې مخکې د برلین او بن په شمول یو شمیر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان زیاتره سیاسي نمایندګیو کونسلي چارې بې اعتبارې اعلان کړې دي.