د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۸

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ويلي، چې په یوه اونۍ کې (د وږي له ۴ تر ۱۰ مې) نېټې پورې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه ۹۶ زره ۵۲۲ کسان ایران او پاکستان ته تللي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶۳ زره کسان افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۸ مه) په يوه نشر شوي راپور کې ویلي، پاکستان ته افغانانو د تګ له اصلي لاملونه د خپلو کورنیو له غړو سره لیدنه او زده کړو ته د لاسرسي حق دی.

په راپور کې راغلي، چې ایران ته د افغانانو د تګ کچه د تېرو اوونیو په پرتله ۳۴ سلنه زیاته شوې ده.

دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې ایران ته د افغانانو د تګ د زیاتوالي لامل د «اربعين زیارت» ته سفر دی.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي، چې له افغانستان څخه د وتلو او دغه هېواد ته د ستنېدو په بهیر کې د تېرو اونیو په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه راپور له مخې؛ د روان کال له پیله تر اوسه ۱۶ زره ۲۵۷ تنه نور له ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، چې له ترکيې څخه د راستنېدونکو له جملې ۹۸ سلنه نارينه او دوه سلنه نور يې ښځې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه کسان زیاتره یې د کار موندلو لپاره ترکیې ته تللي وو، چې د دغه هېواد د پولیسو د ځورونې، د کاري فرصتونو د نشتوالي او د ترکیې د امنيتي ځواکونو له خوا د نیول کېدو او زنداني کېدو له امله بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي، چې د زمري د ۲۸ مې څخه د وږي تر ۳ نېټې پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستانه وتلي دي.

نور خبرونه

رادیو