غزه کې پر یو ښوونځي او د کډوالو پر پنډغالي د اسراييلي پوځ په بريد کې ۱۳ فلسطينيان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي او د کډوالو پر پنډغالي د اسراییلي پوځیانو په برید کې ۱۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییل د غزې په شمالي او مرکزي سيمو د بريدونو پخلی کړی دی.

اسراییل وايي، د غزې په شمالي برخه کې یې د حلیمه السعدیه ښوونځی په نښه کړی چې په کې ۸ پناه غوښتونکي وژل شوي او د نصیرات په پنډغالي برید کې بیا ۵ پناه غوښتونکي وژل شوي دي.
له بل پلوه د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ هم د غزې په تړانګه بریدونه کړي، چې په پایله کې يې ۳۳ تنه فلسطینیان وژل شوي وو.
بلخوا د امريکا او برتانيې د استخباراتو مشران وايي، دواړه لوري په غزه کې د اوربند لپاره په پر له پسې توګه هلې ځلې کوي.
فایننشل ټایمز د دواړو مشرانو له خولې لیکلي، چې د دوی ادارو په غزه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره له خپلو استخباراتي چینلونو څخه په بشپړه توګه کار اخیستی دی.
دغو مشرانو زیاته کړې، چې په غزه کې اوربند کولای شي د فلسطینیانو ژوند وژغوري او د ۱۱ میاشتو یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو زمینه هم برابره کړي.
له بلې خوا د امریکايي یرغمل شویو کورنیو له بایډنه غوښتي، چې له اسراییل پرته دې له حماس سره مستقیمه معامله وکړي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې پر غزې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۴۰ زره ۸۷۸ فلسطینیان وژل شوي او ۹۴ زره ۴۵۴ تنه ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو