نبیل: هره ورځ د ملت کرکه له طالبانو څخه ډیریږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر طالبانو ته په اشارې سره ویلي: «هره ورځ د ملت کرکه له دې خوسا فکره ډلې څخه ژورېږي.»

رحمت الله نبیل پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې، په غور ولایت کې له ایران څخه د یو ستانه شوي افغان محصل د وژل کېدو په غبرګون لیکلي، چې د طالبانو ظلم او وحشت نه یوازې په انساني کرامت باندې ښکاره تېری دی، بلکې له دین څخه هم ناسمه استفاده ده.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان هڅه کوي د ترهګرۍ او ډار په وسیله د خلکو اراده ماته کړي، خو «هره ورځ د ملت کرکه له دې خوسا فکره ډلې څخه ژورېږي.»

ښاغلي نبیل چې تر دې وړاندې هم ویلي و، چې طالبان له دین څخه ناسمه استفاده کوي یو ځل بیا په ټینګار کوي، چې د خلکو غږ به د طالبانو د بې رحمانه او افراطپاله فکر پروړاندې له هر ځایه راپورته شي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر راپورونه خپاره شوي، چې د کمال الدین نظامي په نوم د غور ولایت یو اوسېدونکی چې د ایران په شیراز پوهنتون کې محصل و او د رخصتیو پرمهال کور ته ستون شوی و، د طالبانو د استخباراتو له خوا له نیول کېدو وروسته وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوموړی چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکی و، څلور ورځې د طالبانو په استخباراتو کې سخت شکنجه شوی هم و.

د یاد ځوان مړی تر هغه وروسته موندل شوی دی، چې کورنۍ یې د طالبانو استخباراتو ته د هغه د پوښتنې په موخه ورغلي و، خو د دغه ولایت د استخباراتو مشر ویلي و، چې په دې اړه به وروسته له دوی سره معلومات شریک شي.

د کمال الدین نظامي د مړي انځورونه چې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او ورسره لیکل شوي: «د استخباراتو رییس د یاد ځوان کورنۍ ته ویلي چې وروسته به د هغه په اړه معلومات ورکړل شي، خو له دوو ساعتونو په تېرېدو سره دوی د نظامي له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ورته ویلي یې دي، چې د خپل زوی جنازه له دغه سیمې ترلاسه کړي.»

ویل کیږي، چې د یاد ځوان جنازه بیا د فیروز کوه له څلویښت کیلومترۍ څخه موندل شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په مرموز ډول د ځوانانو تري تم کېدل او بیا یې د مړي د موندلو پېښې زیاتې شوې دي.

د راپورونو له مخې، له یادو پېښو سره ډېری هغه کسان مخامخ کیږي چې د پخواني حکومت په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په پوځي برخو کې یې دندې ترسره کولې.

نور خبرونه

رادیو