پاکستاني رسنۍ: پر کورمې ایجنسۍ د طالبانو د هاوان په برید کې ۵ تنه ټپيان شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، په کورمې ایجنسۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو د یو هاوان د لګېدو له امله د یو افسر په ګډون ۵ تنه ټپيان شوي دي. ویل کیږي، چې دغه هاوان له خوست ولایت څخه ویشتل شوی و.
د راپور له مخې، د دوو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د افغانستان له خوست ولايت څخه د پاکستان د کورمې ایجنسۍ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له خوا د درنو وسلو بريدونه شوی، چې یو هاوان بیا پر یوې امنیتي پوستې لګېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه تر برید وروسته پاکستاني ځواکونو هم ځوابي بریدونه کړي دي.
په دغه ځوابي برید کې بیا د ګڼو بریدګرو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی، خو دقیق شمېر یې روښانه نه دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دې هېواد امنیتي ځواکونو په پوله کې مېشتو خلکو ته د سیمې د پرېښودو سپارښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ځايي اوسیدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د ډېورنډ پر کرښه جګړه پیل شوې ده.
د دغو اوسیدونکو په وینا، دا ځل دواړه لوري له درنو وسلو کار اخلي‌ او د پاکستان له لوري ویشتل شوي درنې مرمۍ د افغانستان په خاوره کې په یو شمیر کورونو لګیدلي، خو د مرګژوبلې په اړه یې لا معلومات نشته.
د سرچینو په وینا، د دواړو لورو ترمنځ جګړه درې ورځې وړاندې تر هغه وروسته پیل شوه، چې طالبانو له څو ورځو راهیسې هڅه کوله، چې د پالوڅو او پټک دوه پوستې جوړې کړي؛ خو پاکستاني ځواکونو یې مخالفت کاوه.
د یادولو ده، دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه جګړه کیږي؛ تر دې وړاندې هم په تورخم، کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې په وار-وار د دواړو خواوو تر منځ جګړې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو