د طالبانو د راستنیدو کتاب لیکوال: پاکستاني طالبان په خیبر پښتونخوا کې له کنټروله وتلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د طالبانو د راستنیدو په نوم د کتاب لیکوال حسن عباس وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې تحریک طالبان پاکستان له کنټرول څخه وتلي دي.

ښاغلي عباس وویل، چې افغان او پاکستاني طالبان "د پخوا په پرتله پیاوړي او همغږي شوي" او دا به ستونزمنه وي چې تحریک طالبان پاکستان د پوځي اقدام له لارې مات شي.
د «طالبانو د راستنېدو» کتاب لیکوال وايي، چې افغان طالبان او د تحریک طالبان پاکستان د یوې سکې دوه مخونه دي.
حسن عباس چې اوس د متحده ایالاتو په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد دی، د جمعې په ورځ ( د وږي ۱۶مه) د پاکستان د نړۍوالو چارو په انستیتیوت (PIIA) کې په خپله وینا کې "د افغان طالبانو له مشرتابه سره د ښکیلتیا او خبرو اترو" پر اړتیا ټینګار وکړ. ځکه چې هغه باور لري، دا ډله "د پاکستاني طالبانو په ښه ارزونه کې مرسته کوي."
ښاغلي عباس د طالبانو لومړنی روایت د ملا عمر د ډلې اړوند ګڼلی و، چې د ده په وینا «محدودې منابع، سازماندهي، جنګي مهارتونه او سیاسي لید یې درلود.»
حسن عباس ادعا کوي چې د طالبانو دویمې ډلې په جګړه کې تخصص لرورده، خو درېیمه ډله چې اوس په افغانستان کې حاکمه ده، "ډېره منظمه" ده.
د دغه پاکستاني لیکوال او اکاډمیسن په وینا، د طالبانو اوسنی نسل "په سیاست کې ښه پوهه لري او له لویدیځ سره همغږي دي."
عباس، تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ پلان وباله او ویې ویل: «اوسنی رژیم په دې پوهیده چې که دوی وتښتي نو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې به پناه واخلي. د دې هدف لپاره، دوی د یو ملاتړ په توګه په دغو سیمو کې د ټي ټي پي شتون ته اړتیا درلوده.»
عباس په دې باور دی، چې ټي ټي پي اوس د خیبر پښتونخوا په سیمو کې له کنټرول څخه وتلې ده.
هغه څرګنده کړه چې د پاکستان تر فشار لاندې افغان طالبان ظاهراً داسې ښيي چې غواړي پر تحریک طالبان پاکستان کنټرول ولري، خو په حقیقت کې دا هوښیارانه حرکتونه دي چې تر ډېره د افغانستان شمال ته د ټي ټي پي وسله والو د لېږدولو لپاره کارول کېږي.
هغه د «ښو طالبانو پر وړاندې د بدو طالبانو» روایت چې په پاکستان کې خپور شوې، هم درواغ وباله.
عباس په دې باور دی، چې که بېلابېل هېوادونه په ګډه غوښتنه وکړي، ښايي طالبان یې ومني چې ښځو ته د زده کړې حق ورکړي.
په پاى کې، هغه د هزاره ټولنې د بد حالت يادونه هم وکړه، چې له کلونو راهيسې د طالب جنګياليو د «نسل وژنې» سیاست قرباني شوې ده.

نور خبرونه

رادیو