د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله، چې طالبان یې د ترهګریز تور نوملړه اېستي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه ومنله، چې د طالبانو ډله یې د هغه هېواد د ترهګریز تور نوملړه اېستې ده.
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د واکمنو بنسټونو له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې طالبان دې د منعه کړل شویو سازمانونو له ډلې واېستل شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۶مه) د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه خپره شوې راغلي، چې دغه وزارت «د هېواد د واکمنو بنسټونو د هر اړخیزې څېړنې او ارزونې وروسته وپتییله چې طالبان دې د قرغزستان په خاوره کې د منعه کړل شویو سازمانونو له ډلې واېستل شي.»
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:« دغه پرېکړه د سیمه‌ییز ټیکاو او د خبرو اترو د دوام په موخه شوې ده.»
دغه وزارت وايي، چې قرغزستان د نړۍوالې ټولنې له هڅو ملاتړ کوي او په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره نړۍوالو پرېکړو ته ژمن دی.
له دغې خبرپاڼې وروسته د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتری پسکوف وویل، مسکو د قرغزستان دغه پرېکړه درک کړې چې له مخې یې طالبان د ترهګرو له تور نوملړه اېستل کېږي.
پسکوف وویل، قرغزستان افغانستان ته ډېر نږدې پاتې شوی او د هغه هېواد له چارواکو سره د نږدې اړیکو پالل ډېر ارزښتناک دي.
د قرغزستان لویې څارنوالۍ (د وږي په ۱۲مه) په هغه هېواد کې د ټولو بنسټ پالو او ترهګریزو ډلو نوملړ په خپله ویب پاڼه خپور کړ؛ خو د طالبانو نوم په دغه نوملړ کې نه لیدل کېږي.
د طالبانو نوم په ۲۰۰۶ کال کې د قرغزستان د بنسټ پالو او ترهګرو ډلو په نوملړ کې زیات شو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د قرغزستان دغه پرېکړه «په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې» ښکارندويي کوي.

نور خبرونه

رادیو