کرزی: طالبان دې د کور په کور واکسین ممانعت ستونزه حل کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان د پولیو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده او له طالبانو یې غوښتي چې د کور په کور واکسین ممانعت ستونزه حل کړي.

کرزی له ګوزڼ څخه د کوچنیانو د ژغورلو لپاره له طالبانو غواړي چې د دې مرض د واکسین د لا ښه ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي نن «د وږي ۱۷مه» پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړ‌ي پیغام کې لیکلي، چې رسنۍ د هیواد په ځینو سېمو کې د پولیو واکسین د کور په کور ترسره کیدو د ممانعت په اړه راپورونه ورکړي. هغه له طالبانو غوښتي چې دغه ستونزه حل کړي.

حامد کرزي په دې پیغام کې لیکلي، چې په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د جدي ستونزو لامل د علم او زده‌کړې د کچې ټیټوالی دی.

هغه همدراز پر طالبانو ږغ کوي. «چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د فني او مسلکي زدکړو د ودې لپاره ګټور گامونه پورته کړي، څو هېواد مو له احتیاج، فقر او مرضونو خلاصون ومومي.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم د پولیو ناروغۍ پېښې په کې وخت ناوخته لیدل کیږي. له بل پلوه په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو تازه نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. همدا تېره میاشت (د چنګاښ په ۱۹مه) په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هم‌مهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو د پولیو د درېیو مثبتو پېښو خبر ورکړی و.


نور خبرونه

رادیو