صرافان: طالبانو په ننګرهار کې د ځینو صرافانو جوازونه لغوه او دوکانونه یې مهرلاک کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

ننګرهار کې صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، تېره چارشنبه طالبانو په جلال اباد ښار کې د ځینو صرافانو جوازونه لغوه او دوکانونه یې مهرلاک کړل.

د دوی په خبره، د هغو صرافانو دوکانونه مهرلاک شول، چې د افغانستان بانګ او د طالبانو نوي قوانینو پر اساس یې خپل جوازونه نه وو تمدید کړي.

د صرافانو په وینا طالبانو لومړی د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې دستګیر او غلام دستګیر صرافانو مارکیټونو کې دوکانونه مهرلاک کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې د طالبانو استخباراتو ریاست، ننګرهار امنیه قومندانۍ او د افغانستان بانګ مامورینو برخه درلوده.

په ننګرهار کې ځیني صرافان وايي، چې د طالبانو افغانستان بانک له لوري د جوازونو په برخه کې نوي سخت شرایط نه شي پوره کولی او صرافان یې له ستونزو سره مخ کړي.

دوی زیاتوي افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ورته ټاکلی او دا د ډیری صرافانو له توان پورته ده.

د ننګرهار ځیني صرافان خبرداری ورکوي، چې که دا شرایط اسانه نه شي مجبور دي، چي صرافۍ پرېږدي.

د صرافۍ جواز اخیستو لپاره د طالبانو د نویو شرایطو له امله په نورو ولایتونو کې هم صرافان له ورته ستونزو سره مخ دي.

طالبانو له نږدې دوو میاشتو راهیسې هرات کې د صرافۍ مارکېټونه تړلي دي.

د هرات صرافان د تېرې پنجشنبې په سهار د صرافۍ د لوړ جواز له امله د طالبانو د والي دفتر مخې ته راټول شوي او اعتراض یې کړی و.

نور خبرونه

رادیو