ترکیې ۱۷ تنه افغان پناه غوښتونکي نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

په ترکیه کې د بې اسناده افغانانو د نیولو او اېستلو په دوام، د دغه هېواد پولیسو ۱۷ تنه افغان پناه غوښتونکي په ارزوروم ښار کې نیولي دي.

د ترکي رسنیو په وینا، دغه پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله شاوخوا ۹زره ډالره جریمه شوي هم دي.
ترکي رسنیو د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۶مه) راپور ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکي په کوشجو سیمه کې په یوه موټر کې له پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د ترکیې پولیسو ویلي، چې په ټول ښار کې یې د بې اسناده پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او اېستلو لپاره ګډ عملیات پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، دوه تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي او د پولیسو سره د پوښتنو ګروېږنو له لړۍ وروسته محکمې ته معرفي شوي او زندان ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه کسان پر سختو لارو له مزلونو وروسته د ایران له لارې ترکیې ته ځي؛ چې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي، چې ډېری یې په دغو لارو کې مري.
په تېرو درېیو کلونو کې ترکیې په زرګونه افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته ستنانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو