زلېنسکي له لویدیځو متحدینو د روسیې خاوره کې د اوږد واټنه وسلو د کارولو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د جمعې په ورځ (د وږي ۱۶مه) له لویدیځو متحدینو څخه وغوښتل، چې د مسکو "سرې کرښې" له پامه وغورځوي او کییف ته اجازه ورکړي چې د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره اوږد واټنه وسلې وکاروي.

همدا راز واشنګټن کییف ته د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نورو وسلو ژمنه کړې.

زلېنسکي د جرمني په رامسټین هوايي اډه کې د امریکا په کوربه توب د اوکراین د متحدینو په یوې غونډه کې د لومړي ځل لپاره ښکاره شو او له متحدینو یې د روسیې پر خاوره د اوږده واټن وشتنې وسلو د کارولو غوښتنه وکړه. هغه دا کار د یوې بلې حل لارې په توګه وړاندې کړ چې پر روسیې فشار راوړي تر څو جګړه پای ته ورسوي.

زلېنسکي وویل: «موږ د اږد واټن ویشتونکو وسولو د کارولو وړتیا یوازې د اوکراین په نیولو شویو سیمو کې نه غواړو، موږ یې د روسیې خاورې دننه هم غواړو. هو، ترڅو روسیه سولې ته وهڅول شي.»

زلېنسکي د جمعې په ورځ په رامسټین کې په خپلو څرګندونو کې وویل: "د سرو ګرښو د رامنځ ته کولو لپاره د روسیې هڅې پایله نه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره تیاری نیسي چې کیدای شي د اوکراین لپاره سترې اغیزې ولري. د ډیموکراټانو کاندیدې کمالا هریس ژمنه کړې چې له اوکراین سره به ودریږي.

بل خوا، پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې د جمهوري غوښتونکو نوماند دی، ژمنه کړې، چې د اوکراین جګړه به سمدستي د سولې د احتمالي خبرو اترو سره حل کړي.

نور خبرونه

رادیو