د بنګله دېش موقت مشر: نه پرېږدو چې بنګله دېش یو بل افغانستان شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

په بنګله دېش کې پر لږکیو د بریدونو له راپورونو وروسته د دغه هېواد موقت مشر ټینګار کړی، چې بنګله دېش به په یو بل افغانستان بدل نه شي.

محمد یونس له هند څخه وغوښتل، هغه روایت دې پریږدي چې د شیخ حسینې له مشرۍ پرته به له بنګلدېش یو بل افغانستان جوړ شي.
فرسټ پوسټ ویبپاڼې د جمعې په ورځ ( د وږي ۱۶مه) په یو راپور کې د محمد یونس له قوله ویلي، په بنګله دېش کې پر هندو لږکیو بریدونه سیاسي اړخ لري.
په ورته وخت کې د بنګله دېش موقت مشر ټینګار کړی ،چې هېواد یې له هند سره ښې اړیکې غواړي.
رویټرز خبري اژانس د زمري په نیمايي کې د هند د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه چې له خپل هېواده تښتېدلې، په هند کې پاتې کېږي.
د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې شیخ حسینه هند ته وتښتېده، په بنګله دېش کې پر هندو لږکیو بریدونه ډېر شوي دي.

نور خبرونه

رادیو