د پښتونخوا سر وزیر غواړي له افغان طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د پښتونخوا سر وزیر وايي، له اسلام اباده یې په دغه صوبه کې د سولې په اړه له افغان طالبانو سره د خبرو اترو اجازه غوښتې ده.

علي امین ګنډاپور وايي، که حکومت ورته اجازه ورنه کړي، نو د سر وزیر په توګه به قومي مشرانو ته لارښونه وکړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

علي امين ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ د وږي په ١٥مه، له قومي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره په ليدنه کې وويل: په دې صوبه کې سوله په يوه سوله ييز افغانستان پورې اړه لري.

هغه ټینګار وکړ، چې د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره یوې مشخصې پالیسۍ او مهال ویش ته اړتیا ده.

د پښتونخوا سر وزیر اعتراف کړی چې ډېر ژر به په دې اړه د ایالتي عالي کمېټۍ غونډه راوبولي او له طالبانو سره به د سولې خبرو ته کېني.

ښاغلي ګنډاپور وویل: «د خلکو له ملاتړ پرته جګړه نه شي ګټل کېدای. "حکومت باید د دې ریاست له خلکو سره په همغږۍ د وسله والو پر ضد پوځي عملیات وکړي."

دغه پاکستاني چارواکي یادونه وکړه، چې حکومت باید د امنیتي ستونزو په اړه له قبایلي ولس سره مشورې وکړي او د حل لپاره یې عمل وکړي.

علي امین ګنډاپور چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی دی، د قبایلي سیمو په اړه د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د تحریک انصاف د مشرانو پر ضد د دوسیو جوړول"بې انصافي" ده.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۱۵مه په یوه خبری غونډه کښې وویل: د دغه هېواد د ګاونډیانو په خلاف د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې کارول یوازې د اسلام اباد د اندېښنې وړ خبره نه ده. "

هغې زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځیو په اړه شواهد وړاندې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه په ګوته شوي دي. هغې له افغان طالبانو هم وغوښتل چې د دغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي او ډاډ ورکړي چې دغه ډلې به پر پاکستان بریدونه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو