صالح: طالب مشران د پاکستان په پوځي اډو کې د پټېدو له امله ژوندي پاتې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د زرغون بهیر مشر وایي، چې طالب مشران د پاکستان په پوځي اډو کې د پټېدو له امله ژوندي پاتې دي، که نه د ملا منصور په څېر به وژل شوي وو.

امرالله صالح پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي؛ طالبان چې د خپل تاریخ په اړه څومره ویډیوګانې د ثبوت په توګه خپروي، ټولې یې په پاکستان په ځانګړې توګه په وزیرستان او کچه لاغ کې ثبت شوي دي.

د نوموړي په وینا، یوازې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پنځلس مجهزې اډې شته او طالب مشران په همدې اډو کې د پټېدو له امله ژوندي پاتې دي.
ښاغلي صالح د ملا دادالله، ملا سنګین او ملا منصور وژل کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: «هغه طالبان چې د پاکستان د پوځ له اډو څخه وتلي دي د خاورو لاندې شوي دي.»
د زرغون بهیر مشر وایي: «د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پنځلس مجهزې اډې شته او طالب مشران په همدې اډو کې د پټېدو له امله ژوندي پاتې دي، نه د انفرادي زړورتیا له امله.»
د نوموړي په خبره، د همدې دلایلو له امله د طالبانو مشران «مصور تاریخ او ویډيو» نه لري.
صالح دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د طالبانو حکومت د امریکا د ډرون برید کې د خپل یو وژل شوي قومندان سنګین ځدراڼ په تړاو د شمالي وزیرستان د اوسېدونکي طالب قومندان محب الله تبسم ویډیو خپره کړې ده.
د حقاني شبکې قومندان په ملا سنګین مشهور سنګین ځدران د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په ۶ مه شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له شپږو وسله والو سره ووژل شو.
ملا سنگین په سوېل ختیځ زون په تېره خوست او پکتیکا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو دویم مشر اختر محمد منصور هم په ۱۳۹۵م کال په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې، افغانستان ته د امریکا له راتګ وروسته ملا عمر پټ شو او ملا منصور د طالبانو د ځواکونو د قوماندې او همغږۍ مسوولیت په غاړه واخیست.
د طالبانو لومړۍ واکمنۍ چې پنځه کاله یې دوام وکړ، د امریکا له بریدونو سره ړنګه شوه او ټول طالب چارواکي پاکستان ته وتښتېدل او د جمهوریت په شلو کلونو کې یې خپلې چارې له هغه هېواد څخه پر مخ وړلې.
د ځینو سیاستوالو په باور یو شمېر طالب مشران تر هغه وروسته د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ووژل شول، چې د دې هېواد له حکومت سره یې اختلافونه پیدا شول.
که څه هم بیا ځلې واک ته د رسېدو په برخه کې پاکستان له طالبانو سره همکاري وکړه، خو اوس د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
له دغو ترینګلتیاوو سربیره لوړپوړي طالب چارواکي اوس هم پاکستان ته له محدودیتونو پرته تګ و راتګ کوي.

نور خبرونه

رادیو