اسلام‌اباد: د ترهګرو له‌خوا د افغانستان د خاورې کارونه یوازې د پاکستان اندېښنه نه ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، چې د ترهګرو له‌خوا د افغانستان د خاورې کارونه یوازې د پاکستان اندېښنه نه ده.
ممتاز زهرا بلوڅ وايي، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په اړه شواهد او لاسوندونه وړاندې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو په وروستیو راپورونو کې دا په ډاګه شوې چې ترهګرې ډلې د افغانستان د ننه فعالیتونه او مرکزونه لري.
مېرمن بلوڅ له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګام واخلي او دا ډاډ دې ورکړي چې دغه ډلې به نور په پاکستان کې بریدونه نه کوي.
تر دې وړاندې د افغانستان د پوځ لوی درستیز ویلي و، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د پاکستان په خاوره کې ځینې سیمې په واک کې لري او له هماغو سیمو څخه خپل عملیاتونه پلان او پلي کوي.
فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور په اړه هیڅ ډول شواهد دوی ته نه دي وړاندې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د لوی درستیز د خبرو په غبرګون کې وویل، چې پاکستان په ګڼ شمېر کې داسې شواهد وړاندې کړي چې ښيي ترهګرې ډلې همدا اوس په افغانستان کې پټنځایونه لري.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د وسله‌والو ډلو په تېره بیا د تحریک طالبان پاکستان بریدونه پر پاکستاني ځواکونو زیات شوي دي.
پاکستاني چارواکو تل دا ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته پناه ورکړې؛ خو طابانو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.

«زده‌کړې د افغان نجونو حقه حق دی »

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لګولو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه د اسلام اباد دریځ روښانه دی.

هغې وویل: موږ پر دې باوري یو، چې د اسلام دین د حکمونو له مخې هر نارینه او ښځینه د زده‌کړو حق لري.
مېرمن بلوڅ وویل، چې د اسلام په دین کې د ښځو د زده‌کړو حقونه تضمین شوي او په وینا یې چې اسلام «د برابرۍ غوښتونکی» دین دی.

هغې دا هم وویل، د اسلام له نظره هره ښځه حق لري چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل:« د پاکستان اساسي قانون دغه حق مېرمنو ته ورکړی او موږ په هر ځای کې د ښځو لپاره د داسې حقونو غوښتونکي یو.»

نور خبرونه

رادیو