د کینیا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۷ زده‌کوونکي مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د کینیا په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۷ زده‌کوونکي مړه او ۱۳ نور سخت ټپیان شوي دي.
د دغه هېواد ولسمشر ویلیم روټو د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغې پېښه کې مسوول کسان به د اورلګېدنې په اړه "حساب ورکړي".

هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« زه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کوم، چې د دغې وحشتناکې پېښې په اړه جدي پلټنه وکړي.»
د کینیا د پولیسو په وینا، د پېښې د مړو شمېره ښایي تر دې هم لوړه شي؛ ځکه چې د یوشمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې، دغه ښوونځی شاوخوا ۸۰۰ زده‌کوونکي لري، چې عمرونه یې د پنځو او ۱۲ کلونو ترمنځ دي.
د کینیا د پولیسو ویاندې رېسیلا اونیاګو وویل، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
هغې زیاته کړه، چې ډېری جسدونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
په کینیا کې تر دې وړاندې هم په ښوونځیو کې د اورلګېدنو په پېښو کې یوشمېر زده‌کوونکي مړه شوي وو.
په ۲۰۱۶ کې د نایروبي په ګاونډ کیبیرا کې د نجونو په یوه ښوونځي کې نهه زده‌کوونکې د اور لګېدنې له امله مړې شوې او په ۲۰۰۱کال کې د نایروبي څخه بهر په کېانګولي کې د اورلګېدنې له امله ۵۸ زده‌کوونکي مړه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو