سیاف: د افغانستان اوسنی وضعیت به ډیر ژر بدل شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وایي: «خدای دې په افغانستان کې داسې یو حاکمیت رامنځته کړي چې ټول وګړي پکې خپل حقوق او وجایب وپېژني.»
نوموړي پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وضعیت به ډیر ژر بدل شي.

عبدالرب رسول سیاف په خپله پیغام کې طالبان دوړو سره تشبیح کړي او لیکلي یې دي: «دا اوسنۍ دوړې به ان شاءالله ډېر ژر د هېواد له فضا څخه لرې شي.»
ښاغلی سیاف په داسې حال کې د خلکو د حقونو د پېژندلو او وجایبو خبره کوي، چې طالبانو له درېیو کلونو راهیسې پر خلکو د بندیزونو او محدودیتونو لپاره شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي دي.
په دغو فرمانونو کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه بیا د ښځو حقونه د یادې ډلې له خوا نقض شوي دي، چې د طالبانو دا چلند بیا له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
د یادولو ده، چې پخواني جهادي مشر ښاغلي سیاف تر دې مخکې هم پر طالبانو نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې که طالبان خپل مسوولیت سم ترسره نه کړي، دا ډله به هم ځان او هم هېواد برباد کړي.
نوموړي په ځلونو له طالبانو غوښتي و، چې د هېواد کورنۍ ستونزې حل او ډېر ژر دې له خپلو سیاسي مخالفینو سره خبرې وکړي، خو طالبانو هېڅکله د هغه خبرو او سپارښتنو ته پام نه دی کړی.
که څه هم د تېر حکومت چارواکي او د عبدالرب رسول سیاف په ګډون ډېر شمېر جهادي مشران اوسمهال له افغانستانه وتلي، خو دوی په وار - وار په طالبانو غږ کړی، چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي او دا هغه څه دي چې نړۍوال یې هم له طالبانو غواړي.
خو طالب چارواکي بیا د دغو غوښتنو په غبرګون وایي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول کولی شي په بشپړ امنیت کې په هېواد کې ژوند وکړي، خو هېچا ته په نظام کې برخه نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو