وزیرستانی طالب قومندان له ملا سنګین سره د افغان ځواکونو پرضد د جنګېدو کیسه کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د طالبانو حکومت د امریکا ډرون برید کې د خپل یوه وژل شوي قومندان سنګین ځدراڼ په تړاو د شمالي وزیرستان د اوسېدونکي طالب قومندان محب الله تبسم ویډیو خپره کړې ده.

نوموړی په دغه ویډیو کې په افغانستان کې د جمهوریت او بهرنیو ځواکونو پرضد د جنګېدو کیسه کوي.

د حقاني شبکې قومندان په ملا سنګین مشهور سنګین ځدران د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په ۶ شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له شپږو وسلوالو سره ووژل شو.

ملا سنگین د امریکا د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل و.

د دې ډلې اړوند جلال بنسټ د مولوي سنګین ځدراڼ په اړه یو مستند خپور کړی، چې د هغه په جنګي سابقه او جګړه ییزو تاکتیکونو پکې د هغه نږدې ملګري او د پاکستاني طالبانو غړي غږیدلي دي.

په دوی کې د شمالي وزیرستان اوسېدونکی او د سنګین یو قومندان محب الله تبسم هم دی.

د طالبانو د کابل لپاره د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران د نوموړي د ویډیو خپرولو سره لیکلي: «وزیرستانی جهادي قومندان حافظ محب الله تبسم د ملا سنګین د بهادرۍ کیسه کوي.»

ښاغلی تبسم د ملا سنګین په هکله وايي، چې یوه ورځ یې د خوست د تڼیو ولسوالۍ په ورژله کې برید درلود: «خو الوتکې راغلې، جېټ الوتکه چې پر موږ را ټیټه شوه، ټول طالبان څملاستل، خو ما چې وطن وکوت مولوي صیب هماغسې ولاړ و.»

نوموړی وايي، له همدې سره پوه شو، چې ملا سنګین څومره «بهادر او زړور دی.»

د وزیرستاني طالبانو بل قومندان مولوي احسان الله احسان هم نوموړی «اتل» بولي او وايي، چې له سنګین سره به د وزیرستان وسلوال هم تلل او تر دوه دوه نیم سوو به وژل شوي وي.

د ملا سنګین د بریدونو ساحه

ملا سنگین په سوېل ختیځ زون په تېره خوست او پکتیکا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېده.

د هغه نوم هغه وخت ډېر مشهور شو، چې په ۲۰۰۹ کال یې یو امریکايي پوځي یې وتښتاوه.

تر څو کلونو وروسته د بو برګډال په نوم دا پوځي ۲۰۱۴ کې له ګونټنامو د طالب مشرانوعبدالحق واثیق، ملا نورالله نوري، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه او ملا محمد نبي په بدل کې خوشي شول.

ملا محمد نبي عمري چې اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال دی وايي، زوی ته یې ملا سنګین ویلي و چې پلار دې پرې خوشی نه کړم، دا امریکایی به نه وپلورم او نه به یې چا ته ور کړم.

د سنګین او حقاني خپلمنځي جنجال

ملا سنګین په خوست او پکتیکا کې د افغان ځواکونو او په قبایلو کې د پاکستان پرضد له ټي ټپي سره په عملیاتو کې برخه درلوده نوموړی د دې دوه ګوني شخصیت له امله د دواړو غاړو په وسلوالو کې ډېر محبوبیت پیدا کړی و.

په همدې سبب ځینې سرچینې وايي، چې د حقاني شبکې بنسټګر په وسلوالو کې د نوموړی له ډېر نفوذ وېره درلوده او پاکستان یې هم د خپلو ځواکونو پرضد بریدونه زعملی نه شول.

د مولوي سنګین او حقانيانو ترمنځ په ۲۰۱۱کال کې د سنګین د تره زوی د مرګ پر سر اړیکې خرابې شوې.

د سنګین د تره زوی په میرانشاه کې ورک شوی و او څو ورځې وروسته یې خلکو مړی چشمه پل سیمې ته نږدې وموند.

سنګین د هغه د مرګ په تور د ازبک جنګیالیو د قوماندان سید کریم کسان ونیول، خو له څیړنو وروسته یې په دې پېښه کې د سراج الدین حقاني ماما، حاجي مالي خان ښکیل وباله.

د مالي خان په اړه شک و، چې سنګین د ده د ملګرو په همکارۍ وژل شوی او د سنګین پر وروڼو شک و، چې مالي خان ددوی په اطلاع امریکایانو نیولی.

حقانیانو ته یوه نږدې سرچینه وايي، چې د مولوي سنګین او حقاني ډلې ترمنځ په دې مساله اړیکې ترینګلې شوې، خو د القاعدې په منځګړتوب دغه شخړه له بګرام زندان نه د مالي خان تر بیرته ستنیدو پورې وځنډیده.

مالي خان، چې د حقاني شبکې مهم او باوري کس ګڼل کیږي، د ۲۰۱۱کال د اکتوبر پر ۱۱مه په جاني خېلو ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو.

حقاني شبکې وروسته په خوست کې دده پرځای حاجي حبیب وټاکه. خو د شمالي وزیرستان د چشمه پل له پېښې وروسته د خوست په صبریو او سپیرې ولسوالۍ کې د هغه د کورنۍ دوه نور غړي هم ووژل شول.

د دې سرچینو په خبره، ښايي دا دوه هغه لاملونه وي چې د ۲۰۱۳ کال سټمپر په شپږمه ملا سنګین د امریکا بې پیلوټه الوتکه کې ووژل شو..

د ملا سنګین ماشومتوب

ملا سنګین له نیول شوي امریکايي پوځي سره

مولوي سنګین، چې په فاتح مشهور و، د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ د تنګي کلي اوسیدونکی و.

نوموړی په۱۹۷۴ کال د شمالي وزیرستان په دته خیلو کې پیدا شوی و.

سنګین د مولوي جلال الدین حقاني تر قوماندې لاندې په پکتیکا کې د هغه د ډلې نظامي مسوول و.

ځدراڼ د نظامي مهارتونو ترڅنګ د ولسي قضایاوو او شخړو په حل کې هم ځانګړی مهارت درلود. د سنګین تر قوماندې لاندې په ۲۰۰۶کال کې د پکتیکا پر نکې ولسوالۍ، چاربران، زیړوک او ګیان ولسوالیو او ورسره نږدې امریکايي ځانګړو ځواکونو، په لواړه کې د امریکایانو پر کمپاین مکرر بریدونه وشول.

د ده جنګیالیو اکمالاتی کاروانونو ته دوامداره کمینونه نیول ،چې بالاخره امریکایان مجبور شول د لواړه کمپاین پریږدي.

د سنګین تر مرګ وروسته د نوموړي پرځای د هغه ۱۸کلن ورور فاروق جان ځدراڼ وټاکل شو خو هغه هم په واڼه کې پاکستاني ځواکونو وواژه.

فاروق ځدراڼ ترقومندانۍ وړاندې د میرانشاه بازار په مالاخان سرای کې د موټرو د پرزو دوکان درلود.

وروسته بلال فاتح ته چارې وسپارل شوې چې له داعش سره په جګړو کې یې ټاکونکی رول ولوباوه، اما د طالبانو واکمنېدو سره د سنګین ډله ډډې ته کړل شوه.

نور خبرونه

رادیو