د خیبر پښتونخوا په مومندو ولسوالۍ کې پر پوځي اډې برید شوی او دغلته لا هم جګړه روانه ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د پاکستان د طالبانو تحریک ټي‌ټي‌پي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی نن سهار وختي د مومندو ولسوالۍ په غلنۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې اډې برید کړی او امنیتي ځواکونو ته یې د پراخې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

د پاکستان ځینو امنیتي سرچېنو هم د برید منښته کړې او ویلي یې دي، چې دوی تر دې مهاله دوه ځانمرګي بریدګر وژلي دي.
دغه برید چې نن سهار د ملا اذان سره سم د پوځ پر یوې اډې پیل شوی په کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی او د دواړو خواو تر منځ جګړه لا هم روانه ده.
د مومندو ولسوالي د ډیورنډ په فرضي کرښه د کونړ ولایت سره نږدې پرته ده.

په دغې ولسوالۍ کې لا له وړاندې د ټي‌ټي‌پي سره تړلې د جماعت الاحرار ډله پراخ فعالیتونه لري.
د جماعت الاحرار ډلې مشري پخوا د عمر خالد خراساني په غاړه وه، چې دوه کاله مخکې ووژل شو.

د هغه له وژلو وروسته په مومندو ولسوالۍ کې تر یوه بریده کراري وه؛ خو په دې وروستیو کې په یادې ولسوالۍ کې هم وسله‌وال خوځښتونه زیات شوي او ټوله سیمه ورسره ناکراره شوې ده.
په سیمه کې ځايي خک وايي، له دغې پوځي اډې لا هم لوګي او لوخړې پورته کېږي او د ډزو اوازونو هم تر لرې سیمو اورېدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو