سرچینې: طالبانو له جرمني غوښتي چې د افغان دیپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انترنشنل ته وویل، طالبانو له جرمني غوښتي چې برلین او بن کې د تېر حکومت د ديپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي.

سرچینې زیاتوي طالبان د جمهوریت د وخت د دیپلوماتانو د مصونیت لغوه کېدو سره غواړي جرمني ته خپل کسان ولېږي او کنټرول خپل کړي.

د دی په خبره، اړوند دیپلوماتانو له طالبانو سره د تعامل هڅه کړې، خو طالبانو تعامل رد کړی.

سرچینې وايي کله چې د مجرمو افغانانو ستنولو په اړه برلین له طالبانو سره په دوحه کې خبرې پیل کړې؛ نو د طالبانو ترې وغوښتل د افغانستان سیاسي نمایندګیو کونسلي برخې د طالبانو په واک کې ورکړي.

ديپلوماتیکو سرچینو د افغانستان انټرنشل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي، چې جرمني هم د طالبانو غوښتې ته د هو ځواب ویلو سره په برلین او بن کې د افغانستان سیاسي نمایندګیو سره تماس نیولی دی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت افغان ډیپلوماټاتو ته ویلي، طالبانو ترې غوښتي چې په برلین او بن کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر او سرکونسل په کډون د دېپلوماتانو دېپلوماتیک مصونیت لغوه کړي، ځکه باید دوی په اړه تصمیم ونیسي.

طالبانو دوه میاشتې مخکې د برلین او بن په شمول یو شمیر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان زیاتره سیاسي نمایندګیو کونسلي چارې بې اعتبارې اعلان کړې دي.

دغه سرچینې زیاتوي د طالبانو له دې ګام سره « دوی غوښتل له طالبانو سره تعمل وکړي خو طالبانو نه یوازې د کونسلي چارو کې تعمل غوښتنه کوله بلکې د بیعت لفظ یې هم کاراوه.»

دغه ديپلوماتیکي سرچیني وايي طالبان په دې هڅه کې دي، چې د کونسلي چارو کنټرول ترڅنګ د پخواني حکومت دېپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي؛ ترڅو پر جرمني د کابل نوي ديپوماتان ومني.

د دوی په خبره، که د جرمني حکومت د طالبانو غوښتنه ومني او له دوی ديپلوماتیک مصونیت واخیستل شي نو مجبور دي چې په کوربه او یا هم نورو بهرنیو هېوادونو کې سیاسي پناه واخلي.

د جرمني په برلین او بن کې د افغانستان په سیاسیو نمایندګیو کې شاوخوا ۱۴ دیپلومات په کار بوخت دي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو د معلوماتو له مخې، په مونیخ کې د افغانستان کونسلګرۍ له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل کړی دی.

سرچینې زیاتوي، چې په ناروې کې د افغانستان پر سفارت هم ورته فشارونه شته، چې دغه استازولي هم له طالبانو سره تعامل وکړي.

نور خبرونه

رادیو