د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو سړی پر پنځو نجونو د جنسي تېري په تور نیول شوی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پنجاب ایالت کې یو سړی پر پنځو نجونو د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، د قربانیانو عمرونه د ۱۱ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي او د ګوجرانوالا په سلیم کلوني کې د یو ښوونځي زده کوونکې دي.
پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ (د وږي ۱۶مه) راپور ورکړی، چې هغه سړي چې د ګوجرانوالا د یو دولتي ښوونځي د طعام خانې مسوول په توګه کار کاوه د دغه ښوونځي پر پنځو زده کوونکو جنسي تېری کړی دی.
راپورونه وايي، چې د دغه سړي مېرمن په همدې ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي او ده له څه مودې راهیسې پر ځوانو زده کوونکو جنسي تېری کاوه. ویل شوي چې تورن د جنسي تېري د قربانیانو فلم اخیسته او بیا یې ګواښل چې کورنیو او ښوونځي ته یې په اړه شکایت ونکړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، له دغو قربانیانو څخه یوې یې د چهارشنبې په ورځ د دغه سړي د جنسي تیري په اړه خپلې کورنۍ ته ویلي او کورنۍ یې سیمه ییزو پولیسو ته شکایت کړی دی. د جنسي تیري په تور نیول شوی سړی د پولیسو په توقیف کې دی.
د ګوجرانوالا د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي، چې د دغه سړي له موبايل څخه پر زده کوونکو د جنسي تېري ویډیوګانې ترلاسه شوي او تورن په خپل جرم اعتراف کړی دی.
دغه پوليس چارواکي زياته کړه، چې د عدلي طب لومړنيو ازموينو د درېيو قربانيانو د جنسي تېري پخلى کړى او په دوو نورو نجونو د جنسي تېري راپور ورکړل شوى دى. هغه زياته کړه، چې نمونې يې د نورو ازموينو او وروستۍ تاييد لپاره روغتيايي چارواکو ته لېږلي دي.
د پنجاب ایالت د پوهنې وزیر رعنا سکندر حیات له دې پېښې وروسته دوه ښوونکي له دندو ګوښه کړي او ښوونځي یې په موقتي توګه تړلی.
د دغه ایالت د سواد زده کړې ادارې مشر سید حیدر اقبال د دغې پېښې د څېړلو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده. دغه چارواکي رسنیو ته ویلي، چې کمیټي ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی تر څو تفصي راپور وړاندې کړي.
پولیسو هم ویلي، چې د قربانیانو د کورنیو شکایتونو سره د دې سړي پر وړاندې د جنسي تیري او د دې کار د فلم د اخیستو په اړه لږ تر لږه پنځه قضیې ثبت شوي دي.

نور خبرونه

رادیو