په اسلام اباد کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

په اسلام اباد کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره روان کال په پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.
د پاکستان روغتیایي ادارو د دغې پېښې پخلی کړی دی.

د پاکستان د روغتیا ملي ادارې په وینا، په جون میاشت کې د اسلام اباد او راولپنډۍ د چاپېریالي بېلګو پایلو کې هم د پولیو ویروس شته‌والی ښودل شوی و.
بل لوري ته د پوليو د مخنيوي لپاره د دغه هېواد د لومړي وزیر سلاکارې عایشه رضا فاروق ويلي:« له بده مرغه يو بل پاکستانى ماشوم هم د پوليو څخه اغېزمن شوى دى.»
ورته مهال د پاکستان د پوليو پېښو پر وړاندې د ملي بېړنيو عملياتو د مرکز همغږي کوونکي انوارالحق وويل:« موږ هر ماشوم ته د پوليو واکسين رسولو هڅې ګړندۍ کوو.»
تر دې وړاندې (د وږي په ۲مه نېټه) د پاکستان په سند صوبه کې د پوليو یوه پېښه ثبت شوې وه.
د روان کال له پیله تر دې دمه یوازې له بلوچستان څخه د پولیو ۱۲ پېښې، له سنده درې پېښې او دوه پېښې له پنجاب څخه راپور شوې دي.
له بل پلوه پاکستاني چارواکي وایي، چې راتلونکې میاشت کې به د پاکستان او افغانستان غاړو ته په یو وخت د واکسین کمپاین پیل شي.
دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې روان کال د بلوچستان په هغو سیمو کې د پولیو ۱۲ تازه پېښې ثبت شوې چې افغانستان ته نږدې پرتې دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو ناروغۍ نښې نښانې په کې لیدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو