د "ټیلیګرام" اجرایوي مشر د هغه په ​​​​وړاندې تورونه ناسم وبلل

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

پاول ډروف، روسی-فرانسوی میلیاردر او د ټیلیګرام اجراییوي مشر، چې د فرانسې د قضایي بنسټونو له خوا پر پیسو سپینولو او تنظیم شوو جرمونو تورن شوی، د دې قضیې په اړه په خپل لومړي غبرګون کې، پر هغه لګیدلي تورونه غندلي او ناسم یې بللي.

۳۹ کلن ډروف په فرانسه کې له نیول کېدو او د فرانسې د قضایي بنسټونو له خوا د صادر شوو تورونو وروسته د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ماښام پر ټیلیګرام یو پیغام خپور کړ.

په دې اوږد پیغام کې، هغه لیکلي چې په ټیلیګرام کې د نورو خلکو د مینځپانګې خپرولو مسوولیت هغه ته راجع کول د "حیرانتیا" خبر ده.

تېره چهارشنبه، د ټیلیګرام مشر او مالک په رسمي ډول د فرانسې د قضایي بنسټونو له خوا تورن شو خو وروسته د ۵ میلیونه یورو په ضمانت خوشې شو او تر قضایی څارنې لاندې دی. نوموړي ته له فرانسې د وتلو اجازه هم نه ورکول کیږي.

د چهارشنبې په ماښام د پاریس یو څارنوال لور بیکو، په یوه اعلامیه کې وویل، چې له څلورو ورځو توقیف وروسته، ډروف د دوو څېړونکو قاضیانو له خوا د سازمان شویو جرمونو او پیسو سپینولو په ګډون په ګڼو سرغړونو تورن شوی دی.

ډروف څلور ورځې مخکې له باکو څخه د پاریس هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال ونیول شو.

نوموړي په خپل پیغام کې، هغه ادعاوې وغندلې چې ګواکې "ټلیګرام انارشیستۍ جنت دی" او هغه یې "بلکل دروغ" وبللې.
هغه ټینګار وکړ: "موږ هره ورځ په میلیونونو مضر پیغامونه او چینلونه لیرې کوو."

داعش معمولا د خپل ټیلیګرام چینل له لارې د وسله والو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخلي.

د ډروف له خوشې کېدو څو ساعته مخکې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې هغه شپږ کاله مخکې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره لیدلي و او ماکرون ترې غوښتي وو چې د ټیلیګرام شرکت فرانسې ته انتقال کړي.

وال سټریټ ژورنال د چهارشنبه په ورځ لیکلي چې د دې غونډې یو کال دمخه د فرانسې امنیتي ادارې له متحده عربي اماراتو سره په ګډو عملیاتو کې د ډروف اې فون هیک کړی و ، ځکه چې فرانسوي چارواکي ټیلېګرام ته د داعش د لاسرسي او د بریدونو لپاره د کسانو ګمارنې په اړه ډیر اندیښمن و.

هغه لیکلي: "له همدې امله زما موخه دا ده چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ څخه ځان ډاډمن کړم."

وال سټریټ ژورنال لیکي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حکومتونو هڅه کړې چې ډروف راجلب او کنټرول کړي او په دواړو مواردو کې اکثره ناکام شوي دي.

د حکومتونو له خوا د دې هڅو لامل پر ټیلیګرام د بیلابیلو ډلو څارنه او کنټرول دی، چې معمولا په کې د حکومت ضد لاریونو تنظیم کوونکي، د اسلامي اورپکو ډلې، د مخدره موادو قاچاقبران او سایبري جنایتکاران شامل دي.

ډروف ته د یو نږدې کس په وینا، د ټیلیګرام شرکت د کلونو لپاره دوی ته لیږل شوي فرعي غوښتنې او د محکمې حکمونه له پامه غورځولي او دا فرعي غوښتنې او فرمایشونه یې د شرکت بریښنالیک پته کې ساتلي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې داسې نښې نشته چې د مکرون سره د ډروف پخوانۍ خبرې یا د هغه د ټلیفون هک کول د هغه له نېول کیدو سره تړاو ولري.

فرانسې او متحده عربي اماراتو په ۲۰۲۱ کې ډروف ته تابعیت ورکړ، او متحده عربي اماراتو په هغه کال د ټیلیګرام پلیټ فارم کې د ۷۵ ملیون ډالرو څخه ډیره پانګونه وکړه.

نور خبرونه

رادیو