د افغانستان د رسنیو مرکز: د افغان خبریالانو دویمه ناسته په بروکسل کې ترسره شوه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د غونډې ګډون کوونکو د خبریالانو د امنیت، په کور دننه او بهر اطلاعاتو د خبریالانو په لاسرسي، د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره د بشري حقونو په اړه د راپور جوړولو او په افغانستان کې دننه او بهر د خبریالانو د ستونزو او مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د رسنیو مرکز د لسګونو افغان خبریالانو په شتون سره د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغان د خبریالانو د دویمې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړ.

یاد مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا ناسته د ۵۰ خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا ناسته د افغانستان د خبریالانو د مرکز او د ژورنالستانو د ازادې اتحادیې په کوربتوب، د خبریالانو د نړۍوال فډراسیون په همکارۍ او د بلجیم د حکومت په ملاتړ جوړه شوې ده.
د افغانستان د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په دې یو ورځینۍ ناسته کې د افغان خبریالانو، د خبریالانو د نړۍوالې کمیټې (سي، پي، جې)، د بې پولې خبریالانو سازمان (ار، اس اف)، د رسنیو ملاتړ سازمان (ای،اېم، اس) او د ملګرو ملتونو علمي او روزنیز سازمان (یو، اېن، اي، اس، سي، او) استازو ګډون کړی و.
د راپورونو له مخې، د خبریالانو ملاتړو سازمانونو او ګډونوالو خبریالانو دغه راز په دې ناسته کې د نړۍوالو په همکارۍ سره د کډوالو خبریالانو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې طالبانو له خوا د بیان پر ازادۍ پراخ بندیزونه لګول شوي او په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د ملي ټلویزیون خپرونې بندې شوي اود دې ولایتي ټلوېزون کارکوونکي یې کابل ته د خدمتي کارکوونکو په توګه لېږلي دي.
د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یادې ډلې په افغان خبریالانو او رسنیو محدودیتونه او فشارونه زیات کړي دي.
طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته لسګونه خبریالان نیولي، بندیان کړي، وهلي، ګواښلي او په بندخونو کې یې سخت شکنجه کړي هم دي.
سره له دې چې له خبریالانو سره د طالبانو دغه چلند د خبریالانو د ملاتړو ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوی، خو یادې ډلې خپل دریځ د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې بدل کړی نه دی.

نور خبرونه

رادیو