اشرف غني: په تېرو حکومتونو کې د پوهنې وزارت کم کاره او د مفسدو ادارو په سر کې و

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو حکومتونو کې د پوهنې وزارت کم کاره او په فساد د ککړو ادارو په سر کې وباله.

ښاغلي غني چې د پوډکاستونو په لړ کې د افغانستان د بشري پانګې او د پوهنې وزارت په چارو خبرې کولې وویل، چې د پوهنې وزارت تر پایه د تعلیم، درسي موادو، ښوونځیو ته د ودانیو او نورو اړینو اړتیاو په برخه کې کار و نه کړ.

پخواني ولسمشر د ښوونځیو او پوهنځیو پر نصاب او د زده کړو په کلونو په نیوکې سره وویل، چې دا بهیر د اوسنۍ زمانې له غوښتنو لرې او پر زده کوونکو او محصلینو ډېری مضامین بار وو.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نصاب په سیاسي لوبو بدل شوی و او د اصلي متخصصینو له خوا و نه لیکل شو.
محمد اشرف غني کندهار او ننګرهار ولایتونو ته چې د افغانستان ډېر نفوس لرونکي ولایتونه دي اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت له دغو ولایتونو سره د مور او میرې چلند کاوه.
که څه هم نوموړي په خپل وخت کې په یادو ولایتونو کې د تعلیمي نظام د اصلاح خبره وکړه؛ خو دا یې مشخصه نه کړه، چې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې مشخصاً په کومو برخو کې ستونزې وې.
پخواني ولسمشر د لوړو زده کړو موسسې هم له اصلي محور څخه وتلې وبللې او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو موسسې د محصلانو د روزنې پر ځای د محدود قومي سیاستونو په کړۍ کې ونښتې.
ښاغلي غني د هېواد بشري پانګې ته هم په اشارې سره وویل، چې د کورنیو کړکېچونو له امله د افغانستان بشري پانګه څو ځلۍ له تباهۍ سره مخ شوه.
د نوموړي په وینا: «زموږ بشري پانګه له منځه تللې وه، صفر ته رسېدلې وه او پرته له دې چې په تدریجي توګه پرمختګ وکړي ډېر ژر خلک لوړو څوکیو ته ورسېدل.»
د غني په خبره؛ په تېرو وختونو کې لوړپوړي مامورین د کار پر ځای د خپلو ځانګړو موخو لپاره په خپلمنځيو سیالیو اخته و.
ولسمشر غني د هېواد په روان وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې افغانستان اوس مهال یوه ناڅرګند لور ته روان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت د شلو کلونو په بهیر کې د پوهنې په وزارت د پراخ فساد تورونه وو او پخواني ولسمشر اشرف غني هم په ۲۰۱۵ کال کې په یاد وزارت کې د فساد د ادعاو د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه.
یاد پلاوي درې میاشتې وروسته د پوهنې وزارت د فساد پایلې ولسمشر غني ته وسپارلې؛ خو نوموړي بیا په دې اړه کوم ګام پورته نه کړ.
په تېرو دوو لسیزو کې سلګونه خیالي ښوونځي او زرګونه خیالي ښوونکي د تېر حکومت پر وړاندې لویه ننګونه وه.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته سره له دې چې د تعلیمي نظام وضعیت ښه نه شو، لا بدتره هم شو.
طالبانو د نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې، له درسي نصاب څخه یې یو شمېر مضامین واېستل او ان ځيني پوهنځي هم له منځه ولاړل.

نور خبرونه

رادیو