د پاکستان پوځ بیا له طالبانو وغوښتل چې «له اسلام اباد دې ترهګرو ته لومړیتوب» نه ور کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د پاکستان د پوځ ویاند یو وار بیا د افغان طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې د دغه هېواد پر ځای دې ترهګرو ته لومړیتوب نه ور کوي.

تورنجنرال احمد شریف چوهدري په ورته وخت زیاتوي، چې اسلام اباد له طالبانو سره پر مختلفو مسلو په روانو خبرو کې تماس جاري ساتلی او ور سره ښه اړیکي لري.

ښاغلی چوهدري زیاتوي: «د دواړو وروڼو ملتونو ترمنځ د جنجال جوړولو هڅې به بریالۍ نه شي، پاکستان ښه اړیکي غوره بولي، په تاریخ کې یې تل په سختو حالاتو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی.»

خو نوموړي بیا هم دا تور ولګاوه چې د پاکستاني طالبانو ډلې ته تر ډېره افغان طالبان جذبېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ پر افغانستان د طالبانو ولکې او پاکستان کې د بریدونو زیاتېدو سره اسلام اباد بیا بیا افغان طالبان د پاکستاني وسلوالو پر ملاتړ تورنوي.

دغه هېواد له هغه راهیسې په مختلفو سیمو په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو پرضد عملیات هم کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند نن خبري غونډه کې دا هم وویل، چې تېرو اتو میاشتو کې د استخباراتي مالوماتو له مخې د وسلوالو پرضد بریدونو کې ۱۹۳ پوځیان وژل شوي دي.

نوموړي دا هم وویل، چې یوازې تېره میاشت یې عملیاتو کې تر ۹۰ وسلوال وژلي دی.

له افغان طالبانو د پاکستان له تازه غوښتنې سره هممهاله سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانوسخت دریځه ډله په خوست او پکتیکا کې د وزیرستاني بې ځایه شویو له مدرسو ځانمرګي جلبوي.

د دې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ۶ ورځې وړاندې د خوست د سپیرې ولسوالۍ په افغان ـ دوبۍ سرحدي سیمه کې د "شهید اکرام الله عقابي" مدرسې ته تللی او دلته یې په سختو امنیتي تدابیرو کې د مدرسې طالبانو ته وینا کړې ده.

د دې سرچینو په خبره، چې له دې مدرسې نه ډېری د حافظ ګل بهادر د ډلې اړوند ځانمرګي کنډک "جیش عمري" تهوسلوال جذب یږي.

دغه کنډک له ۲۰۲۳کال راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ولسوالیو کې د پاکستان پر ګڼو پوځي مرکزونو او پوستو په مرګونو بریدونو کې ښکیل دی.

نور خبرونه

رادیو